لیکوال: طالب الحدیث ن_ق_ شیخ زاده
دریـــمه بــرخـــه:
درنو لوستونکو! په تېرو دوه برخو کې مو د رحم اړوند لیکنه کړي وه، نن هم د عمر ثاني عمر بن عبدالعزیز( رحمه الله) یوه لنډه خو په زړه پوري واقعه لیکم.
د امیر المؤمنین عمربن عبدالعزیز ( رحمه الله) یو غلام اوخادم وو، هغه ته یې قچر اخستی وو د ګټي او مزدورې لپاره. نو ده ( رحمه الله) ته به یې د ورځې یو درهم ورکاوو. وخت تیریده یوه ورځ یې یو نیم درهم ورکړ. نو ده ( رحمه الله) ترې وپوښتل: چې داڅنګه او ولې؟
غلام ورته وویل: نن خلق ډیر وو ما ډیر کار په قچر باندي وکړ نو ګټه مې ډیره وکړه.
امیرالمؤمنین( رحمه الله) ورته وویل: هله په دې دابې باندي تا ظلم کړی درې ورځې یې دمه کړه، کار ورباندي ونکړې.[ تاریخ عمربن عبدالعزیز لابن جوزي]
نو؛ ګورئ عمربن عبدالعزیز( رحمه الله) په حیواناتو رحم کوي، مونږ ولې په کړیدلې، دردیدلې، مظلوم، او بې اسرې ملت چې له مونږ سره یې په هرمیدان کې له قربانۍ، ایثار او وفا نه دریغ نه ده کړی رحم نه کوو؟؟؟
محترمو لوستونکو! داڅه ناڅه ګوډې او ماتې کرښې مې په دي تکل او هیله پیل کړي که څښتن تعالی جل جلاله کول د بنده ( لیکوال) نوم هم د قیامت په سخته ورځ د هغو مخلصو حقپالو علماؤ او لیکوالانو دفهرس پای کې راشي چې د اسلام حق او رښتوني دین لپاره یې نه ستړي کیدونکي خدمتونه او هلې ځلې د قلم په وسیله کړي.
او د هغو مخلصو مجاهدینو لپاره، چې هغوی ته اجتماعې او ټولنیز خدمتونه ورلغاړي دي
او دخپل سر په بیه یې ټولې کفرې تړۍ ته د مقابلې ټټر وهلی.
او د خپلو تللو همسنګرو ( شهیدانو) بې څوکه ببر سري یتیمان ورپاتي دي او د دوی د تعلیم او تربیې چارې هم دوی ته ورله غاړي دي.
نو په همدي هیله مې موضوع همدا انتخاب کړه ځکه رحم په تربیه کې تر هر څه ډیر او مهم رول لرلای شي .
پای کې الله تعالی نه امید ده چې دوی ته د مسئولیت په تر سره کولو کې پکار شي
الحاصل : د ماتحت دنیوې او اخروې ګټې پام کې نیول بس دا رحم ده.
نوربیـــــــــا.

















