(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۱) عبدالهادي همت
امنیتي چارواکي وایي د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د افغان قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ د تیرې شپې په جګړه کې دواړو خواو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیوته ويلي چې تیره شپه د میوند ولسوالۍ د سره بغل په سیمه کې په زیات شمېر وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو برید وکړ چې افغان ځواکونود وسله والو برید پر شا وتمباو.
په میوند ولسوالۍ کې د پوليسو د چټک غبرګون د قطعاتو یوه مسئول مقام د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې په زیات شمېر کې طالب وسله والو برید کونکو تیره شپه ناوخته د سره بغل پر دوو امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه ترسره کړل چې تر څو ساعته جګړې وروسته دواړو پوستو سقوط کړی ۱۸ پوليس پکښې وژل شوي او ۳ تنه نور يې ټپیان شوي دي .
طالبانو په میوند ولسوالۍ کې د جګړي په اړه رسنیوته په لیږلې خبرپاڼه کې چې یوه کافي يې کابل ټکی کام ته رسیدلې ده ویلي دي چې د میوند ولسوالۍ په سره بغل سیمه کې په ۸ پوستو او عملیاتي قوه چې سیمې ته د عملیاتوپه موخه راغلې وه بریدونه کړي دي.
د دې بریدونوپه پایله کې یاده قوه له سیمي په شاتګ ته مجبوره کړې ده او له ۸ پوستو يې ۲ پوستې له امنیتي ځواکونو نیولې دي.
طالبانو ويلي دي چې په یاده جګړه کې يې ۲۴ تنه امنیتي ځواکونه وژلي.
همدارنګه طالبانوویلي چې له امنیتي ځواکونو يې ګڼ نقلیه وسائط اومهمات نیولي دي
طالبان مني چې په دې جګړه کې د دوی دوه ملګري تپیان شوي.


















