لیکوال: صفي الله “رائد”
پرلپسې دریمه برخه: د رسول الله ﷺ د سينې د څيرې کېدو پېښه ـ
کله چې د رسول الله ﷺ پوره دوه کاله د حليمې سعديې سره وشول؛ حليمې سعديې هغه ﷺ د یوې ټاکلې مودې په اساس بېرته د مکې په لور خپلې مور آمنې ته را وسته، دا چې حليمې سعديې د رسول الله ﷺ کرامات او برکات د لومړۍ ورځې څخه ليدلي وو، نو د مور څخه يې د ده د ځان سره بېرته بوولو غوښتنه وکړه، آخر دا چې مور يې هم په دې راضي شوه او خپل زوی محمد ﷺ يې ورسره د دویم ځل لپاره پرېښود.
د محمد مصطفی ﷺ د زېږېدو نږدې څلورم کال وو، د خپل رضاعي ورور عبدالله سره يو ځای د کورونو شا ته يې څاروي د څَرېدو لپاره بوولي ول، چې دوه ملایکې ورته راغلې.
دغه واقعه امام مسلم له حضرت انس رضی الله عنه څخه داسې نقلوي: چه جبرائیل علیه السلام په داسې حال کې محمد ﷺ ته راغی چه رسول اللهﷺ له کوچنیانو سره یې لوبې کولې، نو سینه یې ورته څیره کړه، زړه یې ترې رابیرون اویوه ټوټه یې ترې لرې کړه او ورته ویې ویل: چې دا د شیطان برخه وه چې لرې مو کړه.
بیا یې زړه د سروزرو په لوښي کې د زمزمو په اوبو پاک صفا پرېمنځلو تر دې چې پاک شو، بیا یې په سینه کې بېرته کېښوده او سینه مبارکه یې ورته وګنډله.
کله چې دا پېښه ترسره شوه، نو ورسره ماشومانو په بېړه کورته منډې کړې او حلیمې بي بي ته یو ماشوم په داسې حال کې چې ساه یې لنډه ـ لنډه کېده وويل: زمونږ ورور قریشي چا مړکړ.
حلیمې او خاوند يې په بېړه ـ بېړه د محمد ﷺ په طرف ورمنډې کړې، ګوري چې د رسول الله ﷺ له ډېرې وېرې یې رنګ سپین آلوتی ولاړ و.
حليمه وايي: ما او پلار يې دواړو ورڅخه وپوښته: بچيه! ولې؟
څه پېښ شو؟!
رسول الله ﷺ وویل: داسې دوه سړي چې سپينې جامې يې په تن وې؛ ماته راغلل؛ یو د خپل ملګري څخه وپوښته: آیا همدا دی؟؟؟
هغه بل ځواب ورکړ: هو! همدا ده.
نو دواړو زه را ونیولم، زما سینه يې راته څیرې کړه، زړه يې راته راوویست او په هغه کې يې څه ولټول،
نه پوهېږم چې څه و، خو هغه يې لرې کړل.
نو په دغه وخت کې یې مور او پلار يې ډېر حیران شول، په رسول الله ﷺ ډېر ووېرېدل، داسې ګومان يې کاوه چې چېرته پيريانو يا نورو غیبي مخلوقاتو پرې څه نه وي کړي، نو په بېړه يې د مکې په لور خپلې مور آمنې ته ور ورساوه.
آمنه هم د ځوی په بېرته راوړلو ډېره حیرانه شوه، ځکه چې د حليمې سره يې ټولې شپږ میاشتې تېرې نه وې چې بېرته يې راوست، حال داچې حلیمه د رسول الله ﷺ په بېرته وړلو کې ډېر ټینګار کاوه.
آمنې له حليمې څخه وپوښته: ولې دې محمد ﷺ دومره په بېړه راوست؟
لنډه دا چې حليمې سعديې ورته ټوله کيسه واوروله، آمنې ورته وويل: داسې برېښي چې ته پرې د شیطان یا داسې نور غیبي مخلوق څخه وېرېږې؛ خو قسم په رب جل جلاله چې زه کله حامله وم ماته دا ویل شوي وو: (أُعِيْذُهُ بِالْوَاحِدِ، مِنْ شَرِّ كُلِّ حَاسِدٍ) (یانې دا دعا پرې وایه) ژباړه: (د هر حاسد او کينه لرونکي څخه يې په واحد ذات پناه نیسم).
نو زما په دې پوره باور دی چې دې معصوم هلک ته هېڅوک ضرر نشي رسولای، داچې زما ځوې له تاسره خوشاله دی او ته يې هلته ښه پالنه کوې نو بېرته يې له ځانه سره یوسه، همداوو چې حليمې د درېم ځل لپاره رسول الله ﷺ له ځانه سره یوړو.
نور بیا…

















