( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۱) عبدالهادي همت
د امریکا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چي تیره ورځ یې ۴ تنه نور بندیان د ګوانتنامو له زندان نه خوشي کړي، او سعودي او عربي متحده اماراتو ته یې سپارلي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې یو بندي سعودي ته سپارل شوی او د یوه افغان بندي په ګډون دوه تنه نور یې عربي متحده اماراتو ته لیږلي.
یاد څلور بندیان حاجي ولي محمد د افغانستان، رافیل مینغازوف د روسیې، جبران القحطاني د سعودي، او یاسین قاسم محمد اسماعیل قاسم د یمن اوسېدونکي دي.
د ۵۰ کلن افغان بندي نوم حاجي ولي محمد دی؛ چې د بغلان ولایت اوسېدونکی دی او په ۲۰۰۲م کال کې په پاکستان کې نیول شوی و.
تېره اونۍ هم د دوه تنه افغانانو (کریم بستاني او عبدالظاهر) په ګډون ۸ تنه بندیان د ګوانتانامو له زندان نه عمان ته ولیږل شول.


















