جواد څارگر
مساجد اسلامي شعائر دي او په مقدساتو کې شامل دي او د شعائرو احترام د ټولو ادیانو په پیروانو لازمي دی.
دا چې د کفارو د شعائرو تقدس ثابت دی او کنه، دا جلا بحث دی مګر اسلامي تعلمیات خپلو پیروانو ته د ټولو معابدو او شعائرو د احترام سپارښتنې کوي.
له بده مرغه په وروستیو کلونو کې زموږ د ګران هیواد ځېنې ډیموکراسۍ ځپلي او یا تازه ـ تازه په غربي ډیموکراسۍ ورګډ شوي افراد اسلامي شعائرو ته دتوهین مرتکب کېږي، دوی قصداً همداسې کوي ترڅو د مسلمانانو احساسات وازمویي، او یا کوښښ کوي پر همداسې کړنو غربیانو ته ځانونه نږدې کړي، چې لنډ مثال یې مسجد ته له بوټونو سره داخلېدل دي.
په دې وروستیو کې ډېر ځل وینو ـ ګورو چې د موجوده رژیم چارواکي له بوټونو سره مساجدو ته داخلېږي، او یا خارجیان پرېږدي چې مساجدو ته داخل شي، ان تر دې چې په مساجدو کې یې د لوبو انځورونه هم رسنیز شوي.
مساجدو ته د احترام په اړه انس رضي الله عنه فرمایي:
ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: البصَّاق في المسجد خطیئةٌ، وکفَّارتُها دفنها. متفقٌ علیه
ژباړه: لاړې توفل په مسجد کې ګناه ده او کفاره یې د همدې لاړو دفن کول دي.
د کتاب البحر مصنف شیخ ابوالمحاسن رحمه الله د مذکوره حدیث شریف په تشریح کې فرمایي: د دفن کولو نه مراد له مسجد څخه اوکاږل دي په پرېمنځلو سره، نه داسې چې بعض جاهلان یې کوي، مثلاً په جارو سره پاکول او یا یې په بل څه سره موښل، داسې کول مسجد نور هم ناپاکوي او قاذورات نورو ساحو ته انتقالوي.
یو بل حدیث شریف کې سیدنا عایشه رضي الله عنها فرمایي:
اَمرَ رسول الله صلی الله علیه وسلم، بِبَناء المسجد في الدوَر و اَنْ ینظف ویطیب. رواه ابوداود ومشکاة، جلد ۱ ص ۷۳
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی په جوړولو د مساجدو سره په کورونو کې او بیا یې زیاته کړې چې مساجد پاک او خوشبوداره یا ښایسته وساتئ.
دتعجب ځای دادی چې یو مسلمان په کوم وجدان دمساجدو بې حرمتي کوي؟
آیا همدغه افراد دومره جرأت لري چې د کفارو معابدو ته له بوټونو سره دننه شي؟
که ځواب ‘نه’ وي بیا ولې د اسلامي مقدساتو توهین ته تمبه دي او سره له بوټونو د مسجد داخل ته دننه کېږي؟
باوري یم چې دا خلک مسجد ته لباسي داخلېږي، نه د فرایضو د اداء لپاره. مثلاً دفاتحې لپاره مسجد ته ځي، د افتتاح لپاره مسجد ته ځي او… خو دوی ته باید ووایم چې د مساجدو بې حرمتي له تاسو احترام اخلي او په اسلامي ټولنه کې به مو لا زیات تجرید کړي.


















