(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۲) عبدالهادي همت
تیره ورځ په واشنګټن کې د ډونالډ ټرمپ د لوړي د مراسمو په مهال د ټرمپ په ضد لاریون وشو.
پولیسو د لاریون د قابو کولو په موخه د لاریون په ګډونوالو کمیاوي مواد استعمال کړل، خو د لاریون په قابو کولو ونه توانیدل.
د لاریون په ترڅ کې ۶ پولیس ټپیان شوي، او ۲۱۷ تنه لاریون کونکي د پولیسو له خوا نه نیول شوي دي.
ویل کیږي چې دوه تنه پولیس او یو بل کس له ټپي کیدو نه وروسته هسپتال ته ولیږدول شول”روغتیایي حالت یې ښه دی“.
تیره ورځ د ټرمپ د لوړې د مراسمو په درشل کې په واشنګټن سربیره نیویارک، شیکاګو، ډالاس، اوریګن او ګڼو نورو ښارونو کې سلګونو کسانو د ټرمپ په ضد لاریونونه وکړل.
لاریون کوونکو ”ټرمپ زموږ ولسمشر نه دی“ شعارونه له ځان سره لیږدول، او هڅه یې کوله د پولیسو لیکې ماتې کړي.
ویل کیږي چې لاریون کونکو د موټرو او دوکانونو ښیښې هم ماتې کړي دي.


















