کندهار: د وچې ميوې په صادراتو کې څلوېښت سلنه لوړوالی راغلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۲) الماس خدرخیل

د کندهار ولايت د سوداګرۍ خونې مسرتيال عبدالباقي بينا وايي، چې سږ کال د وچې ميوې په صادراتو کې ۴۰ سلنه لوړوالی راغلی دی.

هغه همداراز وويل، چې د ميوه جاتو د بسته بندۍ نېمګړتیا اوس حل شوې او په نړيوال معيار وچه ميوه بسته بندي کېږي.

ښاغلی بينا زياتوي، چې په دغه صادراتو کي يې د څه باندي  ۳۸ميليونه ډالرو په ارزښت ۱۳۸۰۰ ټنه وچه ميوه او د۱۱  ميليونه ډالرو په اندازه يې څه باندي ۹۰۰۰  ټنه طبي بوټي بهرنيو هيودانو ته صادر کړي، چې د صادراتو زياته برخه يې هندوستان هيواد ته کړې ده.

د هغه په وينا سوداګر د نړيوالو بازارونو په غوښتنو او اړتياوو پوه شوي او هڅه کوي چې خپل محصولات په نړيوال معيار برابر کړي، له همدې له امله پر سوداګرۍ مثبت اغیز غورزېدلی او د صاداراتو کچه لوړه شوې ده.

اينځر، کشمش ، شکر پاره، بادام او يوشمير نورې وچې ميوې د کندهار د هغه زراعتي محصولاتو  له ډلې شمېرل کېږي، چې په کورني او بهرني بازار کې زيات شهرت لري.

په دې وروستيو کې ملي سوداګر د وچې ميوې د صادراتو د زياتوالي څخه خوښ بريښي، خو وايي چې ګاونډي هېوادونو پر دوى د مالياتو ټکس زيات کړى او له امله یې له یو شمېر ستونزو سره مخ شوي دي.

بايد وويل شي، چې د تازه ميوې په وخت کې د هېواد په سوداګرو پاکستان خپله پوله وتړله او په ميليونونه ډالر تاوان يې ورته ورسولو.

سوداګر وايي، چې حکومت دې ورسره د دې ستونزې په حل کې مرسته وکړي، ترڅو د مالياتو ټکس راکم شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button