هند: د اورګاډي چپه کېدو پېښه کې ۲۳ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۲) الماس خدرخیل
د ورکړل شويو راپورنو پر بنسټ د هند په جنوب ختيځ اندراپردېش ايالت کې د يو اورګاډي د چپه کېدو پېښه کې ۲۳ تنه وژل شوي او له سلو زيات ټپيان دي.
د هند رېل پټلۍ چارواکي وايي، چې پېښه د ياد ايالت په وزيانګرم ولسوالۍ کونيروا سټېښن ته څېرمه رامنځته شوې ده.
دغه رېل ګاډی چې له جګدال پور نه بونيشور ښار ته روان و، چې په لاره ترې ۸ ډبې جلا شوې او چپه شوې.
پوليس وايي، د پېښې ځای ته د بيړنيو مرستو کارکوونکي رسېدلي، چې خلک له بندو ډبو راوباسي.
چارواکي وايي،چې له سلو زيات ټپيان يې نږدې روغتونونو ته انتقال کړي، خو امکان لري چې د مړو شميره نوره هم لوړه شي.
شاوخوا درې مياشتې مخکې د هند په اترپردېش ایالت کې د اورګاډي د چپه کېدو له امله له ۱۲۰ ډېر کسان ووژل شول او تر دوو سوو نور ټپیان شول.
تر دې دمه د پېښې اصلي علت نه دی څرګند شوی، خو ويل کېږي چې د پټلۍ سست والی او زوړوالي له امله دا ډول پېښې رامنځته کېدلی شي.



