کاپيسا اوسېدونکي: امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ګڼ کورونه نړولي- ۲۰ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۲) الماس خدرخیل

د کاپيسا ولايت تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي وايي، چې د افغان ځواکونو په عملياتو کې دوی ته مالي او ځاني زيان اوښتی.

د دغه ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی عبادالله کابل ټکی کام ته ويلي، چې د امنيتي ځواکونو عمليات له تېرو شاوخوا شل ورځو راپديخوا روان دي، چې له امله يې د پاينده خيلو، نوروزخيلو، عمرخيلو او يوشمير نورو کليو سلګونه تنه کورنۍ کډې کولو ته اړ کړي دي.

نوموړی زياتوي، چې د امنيتي ځواکونو په دې عملياتو کې د ولسي خلکو په کورونو، مسجدنو،کليو او باغونو باندې د درنو توپونو ګولۍ ورولي او خلکو ته يې ډير مالي زيانونه اړولي دي.

د يادې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی شيرمحمد بيا وايي، (له کله نه چې دغه عمليات پيل شوي له هغې راهيسې ۸ تنه ملکيان شهيدان شوي او پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي).

تر اوسه د دفاع وزارت په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو څو ورځې وړاندې د ياد وزارت مطبوعاتي څانګې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي و، چې د هېواد په يو شمير ولايتونو کې لا هم د شفق ۲ په نوم عمليات جريان لري.

بل پلو وسلوالو طالبانو دعوه کړې، چې په ياده سيمه کې يې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او عملياتي قوې يو شمير نقليه وسایط يې د ماينونو په واسطه له منځه وړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button