حزب اسلامي: تر اوسه مو يو بندي هم نه دی خوشې شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۳) الماس خدرخیل
د حزب اسلامي چارواکي وايي، چې د دوی يو سياسي بندي هم له بنده نه دی خلاص شوي.
د دغه ګوند وياند حشمت الله ارشد نن په تازه څرګندونو کې ازادۍ راډيو ته وويل، چې (د زندانیانو هغه لوی لیست چې د حزب اسلامي په دفترونو کې موجود دی د پنځه سوو کسانو لیست کمېسیون ته سپارل شوی او موظف کمېسیون ویلي وو چې له دې ډلې یې د سلو کسانو دوسیې څېړلي، باید په همدې اوونۍ کې دغه سل کسه ازاد شوي وای، خو له بده مرغه دغه کار نه دی شوی.)
ارشد زياته کړه، چې افغان حکومت د حزب اسلامي سره د سولې هوکړې د عملي کولو چارې خورا ټکنۍ پر مخ روانې دي.
يوه اونۍ وړاندې حزب اسلامي ويلي و، چې په نږدې درې ورځو کې به د دوی سل تنه بنديان د افغانستان له بنديخانو څخه ازاد شي، خو تر دې دمه يې د ازادۍ کوم څرک معلوم نه شو.
شااوخوا څلور میاشتې وړاندې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې یې باید افغان حکومت د نورو ژمنو ترڅنګ په درې مياشتو کې د ننه د دغه ګوند ټول سیاسي بندیان ازاد کړي وای.
څه موده وړاندې د حزب اسلامي د مشر ګل بدين حکمتيار ځوي جمال الدين حکمتيار په خپله فسبوک پاڼه ليکلي و، چې (حزب اسلامي د ممپليو په تول وتلل شو، نه به يې بنديان خوشې شي، نه به يې غړو ته په حکومت کې پوسټ ورکول شي او نه به هم د کډوالو لپاره په هېواد کې نمرې.)
افغان چارواکي او د سولې عالي شورا د دغو پريکړو په عملي کولو کې رسمي څرګندونې نه دي کړي.



