د نني دور د مسلمان مسؤلیت

فاتح کاروان
که موږ فکر وکړو اوس له هغه دور نه تیریږو چې ټول کفار په یو صف کې را ټول شوي، منافقین او ځیني جاهل مسلمانان چې نه د دین په مفهوم پوهیږي، او نه هم د دین د دښمنانو پر وړاندې خپل مسؤلیت پیژني، بس په پټو سترګو د کفارو په لښکر کې ور ګډ شوي، دوی ټولو په یوځای د اسلام پر وړاندې جګړه پېل کړی، د دې لپاره چې د اسلام د دین پر وړاندې بری تر لاسه کړي په هره ممکنه توګه د مسلمانانو وژلو، زنداني کولو، مهاجر کولو او کمزوري کولو هڅې کوي، هر ځای کې چې مسلمانان دي یا خو عملاً جګړې ته راښکل شوي یا یې په دومره اقتصادي، نظامي او سیاسي ستونزو او خپل منځي جنجالونو کې را ایسار کړي چې له یوه ډیر سخت پړاو نه تیریږي، په یقیني توګه نن ورځ د ایمانونو د ازمایلو حالت دی.
مسلمان امت واحد قیادت نه لري، غرب او شرق کې یې دښمنانو سره لاسونه ورکړي او هڅه کوي چې مسلمانان د هرې ممکنې لاری تر فشار لاندې وساتي، مستقیم نظامي یرغلونه، سیاسي او اقتصادي مداخلې، کلتوري او فکري یرغلونه، دا ټولې هغه حربې دي چې د نن دور مسلمان پرې ګواښل کیږي او خپل ژوند ته نه پریښودل کیږي.
همدا چې نصرانیان، هندوان، ملحدین او بودایان د یهودیانو په مستقیمې قوماندې، مالي او سیاسي ملاتړ د اسلام پر خلاف نړیواله جګړه کوي، موږ مسلمانان د خپل دین حقانیت، خپل مسؤلیت او د خپل هغه غفلت جبران ته متوجه کوي چې په سبب یې نن موږ دومره شاته پاتې شوي یو.
د خپلمنځي اختلافاتو له منځه راوتل او په یو واحد قیادت کې د واحد صف په حیث د نړیوال کفر د یرغلونو او تیریو پر وړاندې راڅرګندېدل زموږ د بریالیتوب یواځنۍ لاره ده؛ الله جل جلاله د اسلام د ساتنې، مسلمانانو سره د مرستې او د کفارو د ماتولو ژمنه کړي: د انفال سوره ۳۶ ایت:
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوٰلَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ ۗ وَالَّذِينَ كَفَرُوٓا إِلٰى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ
كومو خلكو چي د حق له منلو څخه انكار کړی دى، هغوى خپلي شتمنۍ د خداى له لاري څخه د منع كولو لپاره لګوي او اوس به یې لا زيات لګوي. خو په پاى کښي به همدا هلي ځلي، د هغو لپاره د پښېمانتيا سبب وګرځي. بيا به هغوى مغلوب وي، بيا به دا كافران د دوزخ لوري ته محاصره شوي ورشي.
د قرآن کریم همدغه ایت موږ ته زیری راکوي چې کفار به د خپل ټول زور او هلو ځلو باوجود ناکام او ذلیل شي خو هله چې موږ هم خپل مسؤلیت و پیژنو؛ نن ورځ مسلمان امت چې د کوم سخت حالت سره مخ دی دا حالت به هغه وخت بدلون ومومي چې مسلمان امت د اتحاد په رسۍ منګولې ولګوي او د خپلو اسلافو، مشرانو او اتلانو تاریخ را ژوندی کړي.
یواځې دعاوی، ښیراوی او هیلې نه شي کولې موږ له دې سخت حالت څخه وباسي، بلکې عملي مبارزې ته اړتیا ده تر څو خپل حقوق تر لاسه کړو، خپلې اشغال شوی سیمې آزادې کړو، خپل برم او عظمت بیرته تر لاسه کړو او د یو خپلواک، غښتلي او منلي ځواک په حیث په نړۍ ځان وپیژنو. نن غرب هره ممکنه لاره زموږ په خلاف استعمالوي، د نظامي یرغلونو تر څنګ یې فکري یرغلونو ته ډېره توجه کړیده، دلته په افغانستان کې خو د دغو هڅو بېلګې د لمر په څېر روښانه دي، سلګونه ټولنې، مؤسسې، رسنۍ او فعالان لګیا دي د الحاد، نصرانیت، شیعه ایزم، شرکیاتو او نورو ډول ډول فتنو د ترویج په موخه فعالیت کوي، د دې ټولو بدبختیو څخه د خلاصون یواځنۍ لاره د خپل دین په ارشاداتو کلک ودرېدل او د خپل مسؤلیت پیژندل دي، د انفال سورة ۶۰ ایت کې الله تعالی په دې ډول موږ خپل مسؤلیت ته متوجه کوي:
وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِۦ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَءَاخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَىْءٍ فِى سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ
او تاسي تر خپلي وسی وسی ډېر زيات طاقت او تيار زين کړي اسونه، د هغوى د مقابلې لپاره برابر کړئ. تر څو چي په دې وسيله د الله جل جلاله پر دښمنانو، پر خپلو دښمنانو او پر هغو نورو دښمنانو هيبت راولئ، چي تاسي یې نه پيژنئ خو الله جل جلاله یې پېژني. د الله جل جلاله په لاره کې چي تاسي هر څه ولګوئ، د هغو پوره بشپړ مكافات به ستاسي لوري ته راوګرځول شي. او ستاسي سره به هیڅكله ظلم ونه شي.
د نړیوال اسلامي نظام د قیام په هیله



