قزاقستان: په استانه کې د سوريې د پوځ ۱۴ مخالفې ډلې مذاکراتو کې ګډون لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۴) الماس خدرخیل
د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د سوريې د کړکيچ د حل په موخه د پوځ ۱۴ مخالفو ډلو غړي برخه لري.
دا مذاکرات چې د ترکیې او روسیې په مشرۍ پيل شوي پکې د ایران په شمول د مخالفو ډلو استازي هم ګډون لري.
د حکومت مخالف وسلوال وايي چې له سوريې حکومت سره به مخامخ خبرې ونه کړي.
د ټي آر ټي د خبر په حواله په دې مذاکراتو کې داعش ډله او د سوريې حکومت استازو نه علاوه، د فيلق الشام، جیش العزت ، جیش النصر، شهدالاسلام، جیش المجاهدین ، اجنادالشام، تجمع الفستقیم، البجهه الشامیه، جیش الادلیب الحور، جیش الاسلام او الجبهه الجنوبیه د مخالفو ډلو استازي ګډون لري.
همداشان پدې غونډه کې د ترکیې ، روسیې، ایران، امریکا، ملګروملتونو سرمنشي ځانګړي استازي سټيفن دي ميستورا د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت سلاکار مرستیال سادات اونال، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حسین جبیري انصاري، د سوریې لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي او په قزاقستان کې د امريکا سفير هم ګډون کړی دی .
ويل کېږي په دې خبرو کې به سوري مخالفین د اسد رژیم او د هغوې د پلوي بهرنیو اورپکو لخوا د اوربند ترسره شوې سرغړونې یو یو د غونډې ګډون کوونکو ته وړاندې کوي.
په دې غونډه کې د ګډون کوونکې (جيش الاسلام ) ډلې استازی وايي، په دې خاطر غونډه کې برخه اخلي چې (د سوريې حکومت او ملګرو جرمونو ته يې د پاي ټکی کېښودل شي).
د اسد رژیم او د هغوې پلوي بهرنیو اورپکو د سوريې په ګوټ ګوټ کې په تکرار سره د اوربند نه سرغړونې کړي دي.
د يادونې ده، چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې سوریه کې پرله پسې راونې جګړې تر ۳۰۰ زرو ډېر سوري وګړي ووژل او ۱۱ میلیونه نور یې هېواد پرېښودو ته اړایستل.
دا لومړی ځل دی چې د اسد رژیم مخالفین ټول په یو غږ پدې مذاکراتو کې ګډون کوي.
دا غونډه به ۲۴ ساعته دوام وکړي، تمه کېږي چې د غونډې نه مثبتې پایلې ترلاسه شي.



