هيکرانو د روسيې له خوا په امريکا د بريد خبر خپور کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۴) الماس خدرخیل

د سپونيټيک خبري ادارې د خبر پر حواله هايکران د نيويارک ټايمز ټويټر پاڼې ته داخل شوي او د روسيې له خوا يې پر امريکا د بريد خبر خپور کړی دی.

دغه پاڼه چې ۲۶۰ زره رسمي کتونکي لري، د هايکرانو له خوا يې کوډونه مات شوي او پکې ليکل شوي چې (روسيه به پر امريکا توغنديز بريد وکړي).

په دغه پاڼه کې د هايکرانو له خوا څو نور پيغامونه هم خپاره شوي دي.

د نيويارک ټايمز د پاڼې مسئولين وايي، چې د هايکرانو له خوا خپاره شوي ټول ټويټر پيغامونه يې له منځه وړي او د پېښې په هکله يې څېړنې پيل کړي دي.

د امريکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنورۍ په ١١مه نېټه دا ومنله چې روسيې په تېر کال کې د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د ډيموکرات ګوند په موخه انټرنيټې حملې کړي.

تر دې مخکې هم هيکرانو په يو شمیر شرکتونو او په د دولتي ادارو په کمپيوټرونو بريدونه کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button