داعش ډلې د عراق په شمال کې اته تنه ووژل.

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۴) صابر خپلواک

السومریه د تیره ورځ د عراق له یوې امنیتي ورځپاڼې څخه اعلان وکړ، چې داعش ډلې اته عراقي کسان د حکومت سره د جاسوسی په تور په کرکوک سیمه کې پر مخونو د بلډوزر په تیرولو سره او په ډېر وحشتناک ډول سره وژلي دي.

همدارنګه د داعش ډلې د عراق یو نفر د جاسوسی په تور په داسې حال کې د هغه زړه  په غاښونو را ایستلی چې ژوندی وو.

دغې امنیتي ورځپاڼې زیاته کړه د دغې پېښې قربانیان چې د البکاره په هوايي میدان کې د حویجه ښار ته څیرمه پښه شوه،  زیات وګړي یې د عراق د امنیت مخکني کارکونکي وو.

داعش ډلې د دغې کړنې ویدیو هم کړې ده.

داعش ډلې د ۲۰۱۴ کال د جون میاشتې را په دې خوا د حویجه ښار په لسګونو کسانو چې په دې ښار کې اوسیدل په مختلفو تورونو لکه د عراق د امنیت کسانو سره  په همکاری اعدام کړي او وژلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button