کورنیو چارو وزارت: رسنۍ دي په درواغو خبر نه نشروي.

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۴) صابر خپلواک

کورنیو چارو وزارت د ټولنیزو رسنیو له کارکوونکو څخه  غوښتي، چې دروغ او بې ځایه اوازې دې نه خپروي، ځکه دغه ډول بې ځایه اوازې د دولت او ملت ترمنځ لرې والی پیدا کوي او په رسنیو د  خلکو اعتبار هم کمیږي .

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغې پېښې ته اشاره کړې، چې گوندې د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد او د تخار والي انجينر ضیا د ساتونکو ترمنځ وسله‌واله نښته شوې؛ خو په حقیقت کې هېڅ هم نه و پېښ شوي.

د رسنیو لخوا د فېسبوک او ټویټر ځینو کاروونکو لیکلي وو، په پنجشیر کې د کورنیو چارو وزیر او د تخار والي د ساتونکو ترمنځ وسله‌واله نښته شوې؛ خو د کورنیو چارو وزارت وايي، په پنجشیر کې هېڅ ډول پېښه نه ده شوې.

د کورنیو چارو وزارت د  رسنیو له کاروونکو غوښتي د بې ځایه اوازو او بې بنسټه خبرونو له خپرولو څخه د جدي ډډه وکړي»

د رسنیو له خو د قانون نشتوالي له امله زیات کارکوونکي ټولنیزو، سیاسي، ادبي او خبري برخو کې معلومات خپروي، چې خبري برخه یې زیات دروغ او بې معنا اوازې نشروي چې له همدې کبله د خلکو اعتماد په رسنیو کم شوی.

د کورنیو چارو وزارت په خپله خپره کړې اعلامیه کې نه دي ویلي، چې په راتلونکي کې به له دا ډول رسنیو سره څنګه چلند کيژي چلند ترسره کړي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button