کونړ: ترافیکي پیښه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۴) عبدالهادي همت
نن غرمه د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې یو موټر له ګړنګ څخه لوېدلی، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي چې سراچه ډوله موټر د نورستان له پارون نه د کونړ مرکز اسعداباد ته پرلاره و؛ چې په چپه دره کې له ګړنګ نه لویدلی دی.
د کونړ ولایت امنیه قومندان جمعه ګل همت ویلي، چې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي، خو د ټپیانو د روغتیایي حالت په اړه یې څه ونه ویل.
د کونړ او نورستان لاره د ډیرو اورښتونو او واورو له امله اکثره وخت بنده وي.



