لیکنه: طالب العلم عبدالصمد شاکر
په عمومي توګه د زدکړې اوتعلیم ذرایع مدرسې اوښونځي دي، خلق هلته ترهغې لوست وکړي زده کړې وکړي چی لوی – لوی عالمان، پوهان او ادیبان شی پرته له دې چې دا مدرسه یا پوهنتون لوی او یا کمکی دی.
هو! ظاهرا همداسې معلومیږي چې فلاني په لویه مدرسه او یا لوی پوهنتون کې زدکړې وکړې ځکه لوی عالم اوادیب شو.
خو نه! داسمه خبره نده سمه اوصحیح خبره دا ده چې کله هم له انسان څخه لوی عالم اویا ادیب وغیره جوړیږي دا په زیاتو ویلو اولیکلو پورې اړه لري، داسې نه ده، چې ده په کومه ستره مدرسه اویا ښونځي کې زدکړې کړې دي ځکه لوی عالم او یا لوی ادیب ترې جوړ شوی دی.
که داسي وي بیا باید موږ د یوې مدرسې او یا یوه پوهنتون کسانو کې د علمی کمښت او کمزورتیا توپیر نه وای لیدلاي، خو نن دا توپیر موږ په سترګو وینو او دا زموږ ورځنۍ تجربه ده.
هو! دومره خبره ضرورده چې په لویه مدرسه او یا لوی پوهنتون کې زدکړه کول د ده په فکري پیاوړتیا باندې تاثیر غورځوي.
د لویانو د عظمت راز په دې کې دی چې کوم څه دوی ته په مدرسو او یا ښونځیو کې ورښودل کیږي په هغې باندې بسنه نه کوي بلکې پوره ـــ پوره مطالعه او کوښښ کوي، تر څو خپلې پوهې ته پراختیا ورکړي او معلومات یې زیات شي.
کوم څه چې په مدرسو اویا ښوونځیو کې زده کیږي دا د علم او پوهې ابتدا ده دا د علم او پوهې انتها نه ده، دغه پوهې ته ابتدایی پوهه ویلای شو. دا پوهه ستا د راتلونکي کمیابۍ اوبریالتوب لپاره د پوړۍ حیثیت لري تاته ستا د راتلونکي طرز اوطریقه درښایي او دغه پوهه تاته هغه لار درښايي چې په خپل زیار او کوښښ سره په راتلونکی کې له تا څخه لوی سړی جوړ شي.
لویانو دغه راز پیژندلي اوکشف کړي دي، ځکه نو دوی هیڅ کله هم د رسمي زدکړې څخه وروسته خپله زدکړه نه پریږدي، دوی پوره – پوره مطالعه کوي اوله دې لارې نه خپلې پوهې ته ځلا ورکوي او ځان تر اوچتو مرتبو رسوي، دوی په دې ویاړي چې ټول عمر یې په زده کړه کې تېر شي.
د مدرسې اوښونځي زدکړه که انتهایي زدکړه وای نو نن به په نړۍ کي دغه ټول کتابونه نه وای موجود، چې پر بېلا بېلو موضوعاتو او فنونو لیکل شوي دي.
دغه خبره نن موږ او تاسو باالمشاهده ګورو چې د مطالعي په برکت دانسان په پوهه اوځان خبرۍ کې پرمختګ راځي او معلومات یې زیاتيږي.
په مخکيني دور کې داخبره منل شوې ده چې د مدرسو او ښونځیو د تعلیمي نصاب څخه علاوه خارجي مطالعه هم ډیر اهمیت لري، او اوس هم دا یو منل شوی حقیقت دی چې هیڅکله ترې څوک انکار نشي کولای.
په لومړیو کې د انسان ذهن د ټيپ رکارډر په څير وي؛ هغه څه چې تاپکې ثبت کړي وي هغه تري را وځي لیکن وروسته بیا په دواړو کې داسې توپیر راځې چي: ټیپ هغه غږونه او هغه څه چې تا پکې ثبت کړي وي هغه را نقل کوي خو ذهن بیا پراختیا پیدا کوي او هر څه زده کوي اوثبت کوي يې، ویدې شوي وړتیاوې ویښې کړي، د غور او فکر عادت پیدا کړي او کله هم چې څوک څه وایې نو نه یواځي هغه څه چې يې اوریدلي دي او یا کوم چا ویلي دي را نقل کړي بلکې ډیر داسې څه هم را نقل کوي، چې یواځي د ده دغور او فکر نتیجه وي.
په ننۍ نړۍ کې په مختلفو موضوعاتو باندې بې شمیره کتابونه او رسالې لیکل شوې او موجودې دي او هره ورځ څه نه څه نورې هم ور زیاتیږي داځکه چې د مطالعې سره مینه زیاته شوې ده.
له دي سره – سره چې مطالعه زموږ په علم کې زیادت راولي او رڼا پیدا کوي زموږ د ذهنې سکون او خوشحالتیا لپاره یوه تر ټولو غوره آله هم ده.
رښتیا يې ویلي دي چي:
”مطالعه دروح لپاره غذا ده“.
په دې کې شک هم نشته او دا خبره بالکل سمه ده او هیڅوک ترې انکارهم نشي کولی خو! د دغه غذا د انتخاب په برخه کې باید چې له پوره فکر، دقت او هوښیارۍ نه کار واخیستل شي.
څرنګه چې د جسمي روغتیا لپاره ناوړه او بې کاره غذا تاواني او ضرر رسونکې ده، همدا شان مخکې له مخکې نه د روح لپاره د غذا په انتخاب کې دا خبره په نظر کې لرل ضروري دي، چې کومه غذا چې زه یې د روح لپاره انتخابوم په دې کې د روح د روغتیا اجزا دي او که د روح لپاره نقصان رسونکي اجزا له ځانه سره لري.
دغه انتخاب کوم معمولي انتخاب نه دی، د روحي غذا په سم انتخاب پورې زموږ د راتلونکي جوړښت او پرمختګ تړلی دی، څنګه چې د ناوړه غذا استعمال جسم د ناروغی اومرض په لوري دعوتوي همدا شان دروح د غذا په ناسم انتخاب سره انساني روح ناسمې او کږې لارې ته انسان دعوتوي، له همدې امله د خپل روح لپاره د سالمې غذا په انتخابولو کې له پوره غور، دقت او زیرکتیا څخه کار اخیستل ضروري دي، د دواړو تر منځ یواځي دومره توپیر دی چې د یوه په ناسم انتخاب سره بدن ناروغیږي او د دوهم ناسم انتخاب د روح او ضمیر د ناروغۍ سبب کیږي چې دغه ناروغي دټولنې لپاره ډیره خطرناکه ده.

















