په کړکۍ کې بريښنايي ښيښه

لاروى
د ساينس په تجربوکې به مو ډيرڅه اوريدلي او ليدلي وي چې په نږدي څوتيروکلوکې د لمرڅخه څوډوله بريښنا ترلاسه کړل شوه اوڅه ډول د لمرله بريښاګټې پورته کړای شوې په نړيواله کچه سائنس دانان کوښښ کوي چې له لمره په بريښنايي ګټوکې زياتوالى راولي .
يوه فرانسوي ساينسدان لومړى او ورپسې چنايي ساسنپوهانود لمر له وړانګو د بريښنا توليد کوونکې يوه داسې ښيښه جوړه کړيده چې د ودانيوپه کړکيوکې استعماليداى شي يعنې د ودانيوپه کړکيوکې دعامو ښيښوپرځاې به وروسته له دې له لمرڅخه ترلاسه کوونکې بريښنا ښيښه استعماليږي.
دا په کړکيوکې استعماليدونکې ښيښه د ورځې لخوا دلمر له وړانکو بريښناترلاسه کوي ا ود شپې همداپه کړکۍ کې نسب ښيښه ټولې کوټې ته رڼا ورکولای شي خو د دې ښيښې ځانګړتياپه دې کې ده چې په تياره کې کوټې ته رڼا خو ورکوي اما هيڅ ډول تودخه ورسره نه وي يواځې درڼا لپاره ترې ګټه ترلاسه کيداې شي.
دفوکس په نامه فابريکه کې ساينسپوهانو ويلې دي چې که داښيښه ديوه کور په منځ کې نسب کړل شي دشپې لخوابه د کورټوله برخه روښانه کړي.
په دې بريښنا پيداکوونکې ښيښه کې د شپې پورې او آن تردرې شپوپورې بريښنازيرمه وي په دې ښيښه کې اتوماتيک سستم نصب دى کله چې د ورځې لمر روښانه وي داښيښه بريښنا نه توليدوي اوچې د ماښام تياره راخوره شي بريښنايي ښيښه روښنانه شي.



