پروان: د ولایتي شوری وکیل د قومی شوری په دفترحمله کړې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۶) عبدالهادي همت

د خروټوقومی شوری ادعاکوي چې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې ددې شوری دفترته دولایتي شوری دغړي محافظینو په دفتر حمله کړې ده د دفترکارکونکي وهلي دي.

د خروټو قومی شوری ګواښ کړی که حکومت ددې وکیل په خلاف اقدام ونه کړي دوی مجبوردي چې عدلي ارګانونوته مراجعه وکړي اوخپله قضیه له وکیل سره په مخ بوزي

د خروټو دقومی شوری رئیس محمدشریف خان دعوه کړې چې دوې ورځي وړاندي د ولایتي شوری د وکیل عصمت محمدي محافظینود دوی په دفترحمله کړې د دفترټول اجناس يې له منځه وړي او د دفترمحافظین يې ډبولي دي

ښاغلی خروټی ویلي له دولت ،د پروان له والي او د قومونو او قبائلو د چارو له رئیس نه غوښتنه کوو چې زموږ د مشکل په حل کې دی کوښښ وکړي که دوی توجه ونکړي اوپه یوه هفته کې دولت او والی زموږ مشکل حل نکړي موږبه هم په بالمثل عمل لاس پوري کوو او د وکیل عصمت په ضد به سلاح پورته کوو په دې صورت کې ښايي مرګ ژوبله رامنځته شي

د دې حالت په رامنځته کولوکې به مسؤلیت زموږپه غاړه نه وي

خروټی وویل چې وکیل عصمت د ځمکي غصب کونکی دی د خروټو دقوم ځمکي د باګرام ولسوالۍ په باریک آب کې غصب کړې دي د خروټوقوم د همدې غصب شوو ځمکو د بیرته اخستلو په موخه مظاهره وکړه داچې وکیل عصمت هم یو له همدې غاصبینوڅخه دی ځکه يې د خروټو د قومی شوری په دفترحمله وکړه

د ولایتي شوری وکیل عصمت محمدي د شریف خروټي ټولي خبري بې بنیاده بولي اووايي”

د خروټو دقومی شوری په دفتر باندې زماپه امر حمله نه ده شوې البته د قومي شوری دفترپه قمارخانه بدل شوی و ځینوبا احساسه ځوانانو دهمدې دفترښيښې ورماتي کړې دي.

 وکیل محمدي داهم نه مني چې د ځمکي په غصب کې لاس لري محمدي وایې زه خپله د خروټو د قوم نماینده یم په ولایتي شوری کې نوڅنګه به زه د باګرام ولسوالۍ په باریک آب کې د ځمکوپه غصب کې لاس لرم.

د پروان امنیه قومندان مل پاسوال محمدزمان مموزی په دې اړه بې خبري ښودلې او ویلي دي چې تراوسه پوري موږته د قومي شوری له لوري کومه عریضه نه ده شوې .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button