لاریون کونکو د کابل لوګر لاره بنده کړې ده

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۶) صابر خپلواک
یو شمېر لاريون کوونکو د کابل لوګر لويه لاره په محمد اغې ولسوالۍ کې د ترافيکو پر مخ د اعتراض په توګه تړلې.
د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي امريکا غږ رادیو ته وويل، لاريونکوونکي د هغو عاملينو لپاره د سزا غوښتنه کوي، چې تېره اونۍ یې په محمد اغې ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکيت پر سر د امنيتي ځواکونو او د سيمې داوسېدونکو ترمنځ د شخړې پرمهال امنیتي ځواکونو پر ملکيانو ډزې کړې وې.
د امنیتي ځواکونو د ډزو په ترڅ کې يو ماشوم او د هغه پلار ځای پرځای ووژل شول، او يوه ښځه ټپي شوه، چې د سختو زخمونو له امله يې تېره شپه د کابل په ايمر جنسي روغتون کې ساه ورکړه.
ستانکزي امريکاغږ رادیو ته وويل، چې د لاريون له امله دواړو غاړو ته د خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر ولايتونو سلګونو موټر بند پاتې دي او چاته اجازه نه ورکوي چې لاړ شي.
يو تن لاريون کوونکي اشرف احمدزي امريکا غږ رادیو ته وویل، چې په دغه پېښه کې ولايتي چارواکي او امنيتي مسؤولين ملامت دي او له مرکزي دولت څخه یې وغوښتل، چې محاکمه يې کړي.
دغه ځمکه چې شخړې پرې شوې، ټوله ۲۸۷۰ جريبه حساب شوې، چې د محمد اغې ولسوالۍ په شمال کې پرته ده او د تېرو څو کلونو راهيسې خلکو پرې کورونه جوړ کړي او هر یو یې د ځان ملکيت بولي.



