سپینې ماڼۍ یوځل بیا ناټو بې کاره وبلله

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۷) صابر خپلواک

سپينې ماڼۍ د دوهم ځل لپاره په ناټو سختې نېوکې وکړې او یاد سازمان یې په خپلو چارو کې نا غېړه او بې اغېزې وښود.

د سپينې ماڼۍ ویاند سين سپایسر په واشنګټن کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل، ډونالډ ټرمپ چې پر ناټو کومې نیوکې کړې وې هغه په ځای وې،  چې ناټو سازمان په اوسنۍ بڼه یو ناکاره او بې اغېزې سازمان دی او خپلې چارې په سمه توګه نه شي تر سره کولای په.

سپایسر روښانه کړه چې ټرمپ ویلي وو،  ناټو د اوسنیو مصرفونو لایقه نه ده.

د یادونې وړ ده چې ټرمپ د خپل ټاکنيز کمپاین پر وخت هم په ناټو نیوکې کړې وې، چې ناټو، ملګري ملتونه او نړیوال بانک ناکاره سازمانونه دي او د امريکا خرچه پرې بې ځایه ده او زیاته کړې یې وه چې یاد سازمانونه په خپلو دندو کې نا غېړه دي صرف خپل معاشونه اخلي.

د سپينې ماڼۍ دغه څرګندونې د اوسني دفاع وزیر جېمز مېټس د څرګندونو سره په ټکر کې دي. نوموړي له خپل برتانوي سیال سره په تلېفوني اړيکه کې ویلي و، چې متحده ایالات د ناټو تزلزل نه غواړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button