ارګ: د کورنیو چارو وزارت د ی د دوستم ۹ ساتونکي ونیسي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۷) صابر خپلواک
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند محمد هارون چخانسوري په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، ارګ کورنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د دوستم نهه ساتونکي د احمد ایشچي د ادعاوو په تړاو ونیسي.
چخانسوري وویل، د کورنیو چارو وزارت مکلف دی، چې د دوستم نهه ساتونکي د ایشچي د جنسي ځورونې په تور ونیسي ځکه دا داسلام مخالف کار دی او په اسلام کې ددې لپاره ځانګړې سزاء ده.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند زیاتوي، د کورنیو چارو وزارت دې د دوستم نهو ساتونکو د نیولو لپاره گام پورته کړي ځکه دا یوه ډېره مهمه مسئله ده ، که چېرې داسې ونه شول، لویه څارنوالي بشپړه خپلواکي لري او خپله پرېکړه به کوي.
له دې وړاندې لویې څارنوالۍ هم د دوستم د ساتونکو د نیولو امر کړی و؛ خو حکومت یې په نیولو کې ناکام راغی.
د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي څه موده وړاندې په کابل کې رسنیو ته وویل، چې جنرال دوستم ۱۶ ورځې بندي کړی و او له زیاتې شکنجې وروسته یې جنسي زور زیاتی ورسره کړی دی.
احمد ایشچي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې حکومت بايد د دوستم د نيولو لپاره خپل ځواک وکاروي او ده ته حق ورکړي او زیاته یې کړه چې اصل کې باید دوستم ونیول شي .
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون، د ولسي جرگې ځينو وکيلانو، فرانسې، جرمني او اروپايي ټولنې له حکومته غوښتي، چې د احمد ايشچي ادعاوو ته پوره پاملرنه وکړي او دا موضوع په پوره توگه وڅېړي خو حکومت تر اوسه هیڅ هم نه دي کړي.
تر دې وړاندې لویې څارنوالۍ درې ځله جنرال دوستم هم جلب کړی و، خو دوستم نه وو حاضر شوی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د لویې څارنوالۍ حکم به د کورنیو چارو وزارت پلې کوي او د دوستم ساتونکي به نیسي.



