سادات:لیکل درکوم په حمل کې بيا کندوز سقوط کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۷) الماس خدرخیل

د کندوز د ولايتي شورا غړي او د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، که وسلوال مخالفين همداسې د ښار په نږدې سيمو کې فعاله حضور ولري، نو کيدای شي دغه ولايت په راتلونکې پسرلي کې يو ځل بيا سقوط وکړي.

د یاد ولايت د ولايتي شورا غړي اسدالله سادات ازادۍ راډيو ته وويل: (زه یقین سره ویلای شم چې دوه میاشتې ژمی پاتې دی، وسله‎وال طالبان نه‎شي کولای چې قوي عملیات وکړي، که دولت په دغه وخت کې قوي عملیات ونه‎کړي او طالبان د کندز له شاوخوا سیمو لېرې نه‎کړي، زه خط درکوم چې په حمل کې بیا کندز سقوط کوي).

هغه زياته کړه، چې د ولایتي شورا غړو سيمه ييزو چارواکو ته ویلي، چې د کندز امنیت مخ په خرابېدو دی، خو چارواکي زموږ خبرو ته پاملرنه نه‎کوي.

په ورته وخت کې د کندز اوسېدونکي  وايي، چې د دې ولایت روان وضعیت دوی هم اندېښمن کړي، ځکه په ښار کې د خلکو وژنې، وسله‎واله غلاوې، اختطافونه او نا امنېو زور اخیستې او که دغه حالت په همدې ډول جریان ولري، نو له دې ولایته به ډېرې شتمن خلک په کډه شي.

د يادونې ده، چې له تېرو دوه کلونو په اږدو کې د کندوز ښار او ځينو ولسواليو دوه ځل د طالبانو په لاس سقوط وکړ او د دغه ښار په نږدې سيمو کې لا هم طالبان واکمن دي، داسې ښکاري چې طالبانو کندوز ولايت په خپله محاصره کې اچولی کله يې چې وغواړي نو سقوط ورکولای سي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button