
ژباړن: عزیر اسدخېل
په دې نکل کې یو پټ راز پروت دی چې کېدای شي د تل لپاره ستاسې په ژوند کې مثبت تغییر راولي، نو باید دا راز وپیژنئ.
یوه نکل کوونکې نکل کوي چې:
نږدې درې کاله وړاندې د یوې خپلې ګرانې ملګرې لیدو ته چې له واده لږ وروسته په یوه غریبانه کور کې اوسېده لیدو ته ورغلم، د خسرګنۍ کور یې هم د هغې له کور سره نږدې موقعیت درلود.
څه موده وروسته زما او د هغې تر مینځ لیدنې کتنې د یوې مودې لپاره پرې شوې خو تلیفونې اړیکو مو لا هم دوام درلود. هغې به تل ماته خپل حال بیانولو او ما به هغې ته خپل حال ویلو. زه پوهېدم چې ژوند یې مخ په ښه کېدو دی ځکه چې چنغول یې تازه یو لړ سوادګریزې چارې پیل کړې وې. تر دې چې ماته یو ځل بیا موقع په لاس راغله چې لیدنې ته یی ورشم، خو دا ځل مو لیدنه د پایتخت په پرمختللي سیمه کې د هغوی په یوه نوي کور کې ترسره شوه.
کله مې چې د هغې په کور کې ګام کیښود نو ومې ویل چې: ما شاء الله تبارک الله، ما شاء الله تبارک الله. که رښتیا ووایم نو په ډېر یو مودرن لوکس او ښکلي کور مې سترګې ولګیدې. کور په داسې سازوسامان ښکلی شوی و چې دا ډول سازومان له زیاتو مالدارو او ډېرو سرمایه دارو خلکو پرته بل څوک نشي پیرلی.
زه دا خبرې د دې لپاره نه کوم چې خدای مکړه د خپلې ملګرې حیثیت ته زیان ورسوم او یا یې چنغول ته سپکاوی وکړم، بلکې په دې حساب یې کوم چې ماته یې پخوانې کورنی ویجاړ اقتصادی حالت معلوم و.
وروسته له هغې چې زه ورسره کېناستم او د نظر تبادله مو سره پیل کړه، د خیر خیریت او برکت له دعا کولو نه وروسته ماته یوه انګیزه پیدا شوه چې وپوښتم چې د دې دومره مالداره کیدو راز په څه کې دی؟؟ هغې راته وویل سبحان الله!!! ما هم د دې لیوالتیا درلوده چې دا موضوع درسره شریکه کړم.
کیسه داسې ده چې ما او چنغول مې په ګډه له دوه کلونو راهیسې پریکړه وکړه چې مونږ به د پیسو بکسه د خوب په کوټه کې له ځان سره ږدو او هره ورځ چې له خوبه راپاڅو نو لومړنی کار به مو دا وي چې باید په دې بکسه کې، یو، پنځه،لس او یا سل روپۍ واچوو، مهمه خبره دا ده چې باید هره ورځ پکې یو څه روپۍ واچوو لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې هکله یادونه کړې ده او فرمایلي یې دي چې:
هیڅ داسې ورځ نشته چې لمر راوخېژي مګر دوه ملایکې آواز کوي او وایی چې ای خدایه!! نفقه کوونکي ته بدله ورکړې او د بخیل مال هلاک کړې.
نو زما چنغول هره اونۍ دا بکسه خلاصوي او چې څه یې په ښي جیب کې وي پرته له دې چې پوه شي چې څو روپۍ دې په بکسه کې یې اچوي او بیا یې هره اونۍ د جمعې لمانځه نه وروسته خیراتوي.
ملګرې مې راته زیاته کړه چې: دا فکر زما چنغول مخکې له دې چې عمل پرې وکړي له انټرنټ نه ترلاسه کړی. په خدای سوګند له هغې ورځې نه چې مونږ دا عمل پیل کړی مونږ له خیر او برکتونو سره مخ یو، زما چنغول ته له هرې خوا نه د رزق دروازې پرانیستل کیږي او ستر رښتیا ویونکي خدای پخپل کتاب کې فرمایلي دي چې:
(مَّن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً وَاللّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ).
هغه څوک دی چې الله تعالی ته حسنه پور ورکړی نو هغه به یې ورته څو چنده زیات کړی او الله زیاتول او کمول کوي او هغه ته مو ورتلل دي.
او دا د کور هر څه چې ته ګورې په خدای سوګند چې ما دا په خوب کې هم نشوای لیدلای او نه مې په خوا او خاطر کې راتلل. بلکې یواځې یو خوب او خیال دی چې رښتیا شوی دی. خو الله تعالی چې چا ته څه ورکوي حیران یې کړي او د الله په ورکړه کې هیڅ ډول پولې او حدود نشته. د خدای شکر ادا کوو چې زمونږ خوب یې رښتیا کړ.



