ملګري ملتونه د افغانستان د شخړې په اړه سيمه ييزه غونډه جوړوي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۹) الماس خدرخیل
ملګري ملتونه غواړي چې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د شخړې په اړه يو سيمه ييز کنفرانس جوړ کړي.
په همدې تړاو د اجرائيه رياست يوه وياند مجيب الرحمن رحيمي ازادۍ راډيو ته وويل، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستيال ميروسلاف ينچا تېره وره ورځ د ډاکټر عبدالله سره په خپلو خبرو کې د دې څلور ورځني کنفرانس يادونه کړې ده.
رحيمي زياته کړه: (په هغه غونډه کې چې له اجرائيه رئيس سره يې درلوده، پر درېيو اساسي برخو بحث وشو، اول دا چې ملګري ملتونه هڅه کوي يو سيمه ييز کنفرانس جوړ کړي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه، د امريکا متحده ايالات، اروپايي ټولنه، بريتانيا، هند او روسيه هم په کې برخه ولري، په دويم ګام کې يې وويل چې د ملګرو ملتونو نوى سرمنشي د ترورېزم په وړاندې مبارزې ته زيات اهميت ورکوي او ويلي يې دي چې په دې برخه کې به له افغانستان او د سيمې له هېوادونو سره ډېره همکاري وکړي، درېيم بحث د منطقوي اجماع او د سياسي اړيکو د ښه کېدو له لويو طرحو د ملګرو ملتونو پر ملاتړ متمرکز و).
ويل کېږي، په دغه کنفرانس کې روسيې او امريکا ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، خو لا څرګنده نه ده چې د ملګرو ملتونو له خوا به دغه کنفرانس کله او چېرې جوړېږي.
په ورته وخت کې د سياسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال ميروسلاف ينچا د جمعې په ورځ افغانستان ته د خپل څلورورځني سفر په پاى کې وويل چې دغه سازمان به له افغانستان او افغانانو سره ژمن وي.
د ملګروملتونو د سياسي دفتر يا يوناما په اعلاميه کې د ينچا په حواله راغلي چې ويلي يې دي، ملګري ملتونه تيار دي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د هرې پروسې ملاتړ وکړي.



