اروپايې اتحادیه :افغانستان اوس هم د مفسدو هیوادنو په قطار کې دی

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۹) صابر خپلواک
اروپايې اتحادیه وايي، افغانستان اوس هم د هیوادونو په هغه لیست کې دی چې په فساد ککړ دي.
باید د فساد په ضد مبارزه وشي.
د اروپایې اتحادې د سفیر مرستیال په کابل کې د پنجشنبې په ورځ په یوه ناسته کې چې عنوان يې و، امانتداره قهرمانان ،وویل سره له دې چې د افغانستان حکومت د فساد په ضد مبارزه کوي خودا لړۍ ډیره په توندۍ سره باید دوام وکړي .
جورج کنینګهم همدارنګه وویل، افغانستان اوس هم د هېوادونو په هغه لیست کې دی، چې په فساد ککړ دي، او هغه ټینګاروکړ چې باید د فساد په ضد مبارزه زیاته شي.
کنینګهم وایي، یو شمېر مفسدین د قانون پنجو ته ورغلي دي، خو د هغه په وینا اوس هم یو شمېر کسان شته چې باید محاکمه شي او د فساد په اړه د هغوی دوسیې وڅیړل شي.
د اروپا اتحادیې د فساد په ضد پر مبارزې ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه چې د شفافیت سازمان په یو تازه راپور کې لیکلي، چې افغانستان د ۱۷۶ هېوادونو څخه دی کوم چې په فساد کې دخیل دي د هیوادونوپه لیست کې ۱۶۹ هېواد افغانستان دی



