نږدې ده چې په ولاياتوکې د ښوونې اوروزنې دروازې وتړل شي

درې مياشتې د مخه په افغانستان کې د څار بنسټونو په خپلو راپورونوکې څرګنده کړې وه چې په افغانستان کې ١٠٥٠ښوونځي تړلي دي او تراوسه پورې حکومت په دې نه دې توانيدلى چې تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانيزي.

حکومت نړيوالې ټولنې ته  په افغانستان کې د ښوونې اوروزنې په اړه ډاډ ورکوي چې په زرګونوليسې، پوهنتونونه او تعليمي مرکزونه ېې جوړکړي دي خو په دې زرګونوليسو او پوهنتونوکې په ځانګړې توګه په خصوصي پوهتونونو اوتعليمي مرکزونوکې سم نيمايي د خيالي زده کوونکولستونه برابرکړي دي.

تازه راپورونه وايي چې په يوشمير نا ارامه سيموکې دولتي ځواکونوتر سلو زياتو دولتي ښوونځيوکې پوځي مرکزونه جوړکړي دي.

د پوهني وزارت چارواکو په دې اعتراف کړى دى چې تر دېرشو پورې  ښوونځي ېې په بېلابېلو سیمو کې د دولتي ځواکونو او دولت د مخالفینو له خوا د نظامي اهدافو لپاره کارېږي.

د پوهنې د وزارت په وينا د جګړې په وخت کې کله چې په ښوونځيو کې زده کوونکي نه وي، دوی له هغه ښوونځي د يو څو ورځو لپاره استفاده کوي.

په افغانستان کې د بشر دحقوقو سازمان يا هيومن رايټس واچ  د ٢٠١٦ميلادي کال په اړه په خپل راپورکې وليکل   چې افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو پر ضد د عملیاتو لپاره له ښوونځيو څخه د اډو په توګه استفاده کوي.

د حکومت او ولس ترمنځ چې فاصله ورځ په ورځ مخ په زياتيدوده لوې لامل ېې دادې چې حکومتي چارواکي د ولس غوښتنوته په هيڅ صورت کې پام نه کوي په هغو سيموکې چې دولتي ځواکونه له ښوونځيو د نظامي مرکزونوپه توګه کار اخلي ولسي مشرانو په وار وار له دولته وغوښتل چې دامنيتي ځواکونو لخوا نيول شوي ښوونځي دې  د دوى د اولادونو دزده کړې لپاره خالي کړي.

 دکورنيو چارو او دفاع وزارت د ولسي مشرانو غوښتنې ته ځکه ځواب نه دي ورکړى چې دوى له دغه ښوونځيو د دولت د مخالفو وسله والو پر خلاف دفاعي کاراخلي اوپه ښوونځيوکې دامنيتي پوځونو شتون اړين بولي.

د کورنيو او دفاع وزارتونو دا چلند د ولس لپاره يونه جبران کيدونکی چلند دی چې دهيواد په اکثروسيموکې چې د دولتي ځواکونو او مخالفو وسله ترمنځ د جګړې امکانات زيات او يا کله کله سره په جګړه بوخت شي امنيتي ځواکونه له يوې خوا ښوونځي دنظامي مرکزپه توګه استعمالوي او د بلې خو ځوان نسل او په تيره بيا کوچنيان په ښوونځيو کې دنظامي مرکزونو دجوړولو له امله په غيرضروري ډزو ويروي اوهم  هروخت پرې د وسله والو د بريدونو امکانات وي همدا لاملونه دي چې کوچنيان له کورونو نه شي راوتلاې .

 په هېواد کې په لکونو او ميليونو بچيان دبې سوادۍ سره مخ دي چې راتلونکی ځوان نسل مو کاملا له تعليمه بې برخې پاتې کيدونکى دى، او که دا ناورين (په ښوونځيو کې نظامي مرکزونه ) همداسې دوام وکړي نږدې ده چې په ولاياتوکې د ښوونې او روزني دروازې وتړل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button