امريکا: یهودي لاريون کونکو د اسرائيلو بيرغ څيرې کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۹) الماس خدرخیل

د امريکا متحده ايالاتو په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ مخې ته سلګونه تنه يهودي لاريون کونکو د اسرائيلو بيرغ څيرې کړ او د دغه دولت په خلاف يې شعارونه ورکول.

لاريونکونکو يهودانو په خپلو شعارونو کې ويل چې دوی د اسرائيلي دولت له لوري په زوره عسکرۍ ته استول کېږي او دغه دولت بيا په دوی بې ګناه انسانان وژني.

هغوی د دغه مادې غندنه کوله او ويل يې چې له دې وروسته دې په زور عسکرۍ ته نه وړل کېږي.

په ورته وخت کې د اسرائيلي دولت پلوي لاريونکونکي هم راوتي ول او د اسرائیلي دولت په پلوۍ يې شعارونه ورکړل، چې د دواړو ډلو تر منځ اخ وډب هم رامنځته شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې مالومات نه شته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button