کينيا: موټربم بريد ۵۰ سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۹) صابر خپلواک
د کينیا په جنوب کې د دوو موټر بمونو په واسطه بریدونه ترسره شوي دي
دابریدونه چې په یوه پوځي اډه شوي لږ تر لږه یې ۵۰ پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
راپورونه وايي چې د کينیا جنوبي پولي ته څېرمه د «کلبیو» کلي کې لومړی دو بریدکونکوپه امنیتي ساتونکوډزي کړي له ډزو وروسته يې خپلو موټرونوته چې چاودېدونکي توکې يې کې ځای په ځای کړي انفجار ورکړی، چې له امله يې تر ۵۰ زیاتو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بريد پړه د القاعده الشباب ډلې پر غاړه اخېستې او زیاته کړې یې ده، چې یاده اډه اوس د دوی د وسله والو په لاس کې ده او د افریقايي ټولنې ټول مامورين له یادي اډې څخه تښتېدلي دي.
ځايي رسنۍ هم د زیات شمېر مرګ ژوبلې په اړه خبر ورکوي خو د کينیا رسمي سرچېنې بیا دغه شمېر ردوي او وايي چې په یاد بريد کې څو تنه پوځیان وژل شوي دي.



