فرانسه: ټرمپ اروپايي ټولنې ته پر ستونزه بدل شوی 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۹) الماس خدرخیل

د فرانسې ولسمشر فرانسو اولاند وايي، چې د امريکا نوی ولسمشر ټرمپ اروپايي ټولنې ته په ستونزه بدل شوی دی.

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په برلين کې د الماني چارواکو سره د ليدنې پرمهال وکړې او زياته يې کړه، چې ښايي ټرمپ د اروپايي ټولنې او امريکا تر منځ اړيکې خرابې کړي.

اولاند وويل: (اجازه راکړه چې رښتیا و وایم، ټرمپ به موږ له سختو ستونزو سره مخ کړي او موږ باید له هغه سره مخامخ خبرې وکړو).

د هغه په وينا، ټرمپ باید په دې پوه شي چې د امریکا د خلکو په رایه ولسمشر شوی دی نو د خپلو خلکو خبرې دې هم واوري.

په ورته وخت کې د المان لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل هم په دغه غونډه کې ویلي، چې د ټرمپ ځينې اقدامات کولی شي اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو ته یې ستونزې جوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې برطانيه غواړي چې د اروپايي ټولنې څخه ووزي.

د شنونکو په باور، د اروپايي اتحاديې ټوټه کېدل به د امريکا د زوال پيل وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button