ټرمپ امريکا ته د ۷ اسلامي هېوادونو د کډوالو ورتګ ځنډولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۹) الماس خدرخیل
د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د “ترهګریزو بریدونو د امریکا د خوندیتوب” په نوم يو فرمان لاسليک کړی، چې له مخې به يې د اوو اسلامي هېوادونو وګړي امريکا ته په ورتګ وځنډول شي.
ويل کېږي ايران، عراق، ليبيا، سوماليا، سوډان، سوريه او يمن هغه اووه هېوادونه دي چې د ټرمپ په فرمان کې راغلی دي.
په دغه فرمان کې راغلي چې د دې هېوادونو وګړي به د درې مياشتو لپاره امريکا ته نه ورځي.
د فیسبوک بنسټګر مارک زاکر برګ او د امریکا د ځينو پوهنتونو زده کونکو د ټرمپ پر دغه فرمان نیوکې کړې دي.
په ورته وخت کې د انساني حقونو ډلو دا تدبیر توپیري چلند بللی او ویلي یې دي، چې په خطرناکو سیمو کې د کډوالو ستونزې زیاتوي او د امریکا دا نوم – چې د کډوالو ټاټوبی دی- زیانمنوي.
ویل کېږي چې ممکن دغه بندیز نور هم اوږد شي، خو لا معلومه نه ده، چې په دغه فرمان کې شین کارتي (شین کارت لرونکي کسان) راځي او که نه.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې ټرمپ د فوکس نیوز خبریال سره په مرکه کې وويل: مونږ به د پاکستان او افغانستان د وګړو په شمول له ټولو «مسلمانانو» سره سخت چلند کوو، که مونږ پر یو چا ډېر معمولي شک هم ولرو، هغه ته به په خپل هیواد کې د استوګني اجازه ور نه کړو.



