خوست، لوګر او پکتيا ته د برېښنا د لېږد تړونونه لاسليک شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۹) الماس خدرخېل
افغان حکومت د هندي کمپنيو سره خوست، پکتيا او لوګر ته د برېښنا د لېږد درې تړونونه لاسليک کړل.
دغه تړونونه د برېښناشرکت دغه تړونونه د “جګوار او انجليک” انټرنيشنل کمپنيو سره لاسليک کړي دي.
د برېښنا شرکت رئیس د تړونونو د لاسليک په وخت کې وويل، چې د دې پروژو له مخې به د پکتیا، خوست او لوګر ولایتونو نږدې ۴۵ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.
په ورته وخت کې، د برېښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري وايي، د دې پروژو بشپړېدو ته دوه کاله وخت ټاکل شوی او د هندي کمپنیو له خوا یې کارونه مخته وړل کېږي.
د هېواد د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې د دغو پروژو پر عملي کولو ۵۵.۸ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د افغان حکومت سره د اسیا پراختیايي بانک له اعلان کړې مرستې ورکول کېږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د تېرې چهارشنبې په ورځ له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو له استازو سره په یوه غونډه کې وویل هڅه کېږي چې تر ۲۰۲۲ کاله پورې د افغانستان ډېرې برخې له برېښنا برخمنې شي.
که څه هم د پراختیايي او پرمختیايي کارونو په وړاندې ناامني یو خنډ بلل کېږي، خو وسله والو طالبانو له دې وړاندې ویلي چې د ټول ګټو پروژو د تطبیق پر وړاندې خنډونه نه جوړوي.



