کشمير: د واورې طوفانونو لسګونه هندي سرتيري وژلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۹) الماس خدرخېل

د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ، چې د هند تر واک لاندې کشمېر کې ګڼ هندي سرتيري واورو لاندې کړي، چې پکې لسګونه تنه وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

د هند د پوځ يوه وياند راجيش کاليا رسنيو ته ويلي، چې يوه ډله عسکرو د ماچيل په سيمه کې ګزمه کوله چې د سختې واورې طوفان لاندې شول.

نوموړي وويل، چې خراب موسم او د واورو  زيات ورښت د دې سبب شوی، چې د مرستې چارې له ځنډ او خنډ سره مخامخ شي.

د اسوشيټيډپريس خبري اژانس د راپور سره سم، د چارشنبې په ورځ د واورو دوه طوفانونه وشول چې یوه نظامي پوسته او ۲۱ عسکر یې لاندې کړل. په دوو ورځو کې اووه تنه وژغورل شول او ۱۴ نور یې مړه شول.

دا په داسې حال کې ده، چې په کشمیر کې د سختې واورې د ورېدو له کبله، برېښنا او مخابراتي وسایل له کاره لویدلي او د لوړو سیمو نه چې خطر په کې ډیر دی، سلګونه اوسیدونکي نورو ځایونو ته انتقال شوي دي.

د هندي کشمیر چارواکي وايي، چې ددې سیمې په ډېرو برخو کې په تېره بیا د کنترول د کرښې په غاړه کې شاید د واورو طوفان وشي او واورې وښویوي.

په ياده سيمه کې هرکال  د واورو ډېر طوفانونه راځي او ځمکې ښوییږي چې اوسېدونکو ته يې مرګ ژوبله اوړي.

د يادونې ده، چې په ۲۰۱۲ کال د کنترول د کرښې په غاړه کې ١۴٠ تنه د واورو طوفان لاندې کړل چې ١٢٩ یې پاکستاني سرتيري وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button