حکومتولي که چور او چپاول؟!

ډاکټر آصف

نږدې پنځه یا شپږ کاله وړاندې د شمالي وزیرستان نه هغه مهال افغانستان ته کډوالو مخه وکړه چې دغه سیمه د پاکستان د الوتکو د پرلپسې بمباریو لاندې راغله، دغه کډوال په پکتیکا او خوست کې میشت شول چې د کډو شمیر نږدې ۱۲۰۰۰ کډو ته تخمین شوی دی، دا چې د کډوالۍ شرایط سخت وي نو ملګري ملتونه تل په هر هیواد کې مهاجرینو ته د مرستې لاس غځوي او دا یې مسؤلیت دی.

د دغو مهاجرینو یو مشر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي کابل ټکی کام ته وویل چې: په پکتیکا او خوست کې دغو میشتو مهاجرینو ته د ملګرو ملتونو د UNHCR ادارې له لورې دوه کاله مخکې پوره پنځه لکه ډالره نغدي مرسته د افغانستان د حکومت په لاس راولیږل شوه، خو حکومتي چارواکو د دغو پیسو له جملې نه یواځې شاوخوا ۳۰۰۰۰ ډاالر د دغو بې وزله کډوالو ځینو کورینو ته ورکړل او نور ټول د حکومتولۍ غلو او ډاکوانو لخوا لوټ او تالان شول، چې نه یې مونږ چاته شکایت کولی شو، او نه څوک زمونږ شکایت اوري، او نه مو د افغانستان مرکزي حکومت پوښتنه وکړه او هم ملګرو ملتونو او UNHCR پرې خپل غوږونه کاڼه کړل.

تیر کال یو ځل بیا د همدغې ادارې لخوا پنځه لکه امریکایی ډالر یو ځل بیا راغلل، چې دا ځل حکومت د شفافیت په بهانه د پکتیکا ولایت ټول رئیسان برمل ولسوالۍ ته د دې لپاره واستول څو د دغه ویش شفافیت له نږدې وڅاري او په مطمئن ډول تر سره شي، د مهاجرینو دغه مشر وایی چې دا ځل حکومتي غلو او ډاکوانو لږ غوندې له انصاف نه کار واخیست، پدې معنی چې دوه لکه ډالر یې په مهاجرینو وویشل چې هرې مهاجرې کورنۍ ته یې سل ډالر ورکړل او پاتې شاوخوا درې لکه ډالر یې یو ځل بیا په خپلو کې وویشل، په دې معنی چې په مخکینۍ غلا کې یواځې د برمل ولسوال، امنیه قومندان، د ملی امنیت مشر او د ملی اردو د کنډک مشر شامل و نو دا ځل پکې د پکتیکا نه راغلي نهه کسیز هیت چې پکی: د مهاجرینو رییس، د اطلاعاتو او کلتور رییس، د مستوفیت مشر، د قبایلو چارو رییس، د والي مشاور، او څور نور رییسان چې فعلا رانه هیر شوی دی ټولو ګډون وکړ، دغه مشر وایی چې په دغه غلا کې د غلو او ډاکوانو مشر د مهاجرینو رییس و چې د ننګرهار ولایت د سرخرود اوسیدونکی او حاجی ظاهر له نږدی دوستانو له جملې نه دی او د همغه لخوا په پکتیکا کی د مهاجرینو د ریس په توګه مقرر شوی دی. دغه رییس پر غلا برسیره د ویش کارمندانو ته تهدید آمیزه خبرې هم کولې. او مهاجرین به یې هم ویرول. او سپکول.

دغه مشر زیاته کړه چې سږ کال یو ځل بیا همدغه اندازه یعنی پنځه لکه ډالر مرسته راورسیده خو دا ځل پیسې د حکومتي چارواکو پر ځای یوې مؤسسې ته وسپارل شوي او UNHCR هم له خپل لوري دوه بیلابیل پلاوي ورسره مل او راواستول خو دا ځل ولیدل شول چې د چور او غلا کچه کمه شوه، په دې معنی چې دا ځل نږدې لس زره ډالره غلا وشوه او پاتې نورې په مهاجرینو وویشل شوې، دغه مشر وایی چې مونږ حیران دې ته یو چې آیا دا حکومت حکومتولي کوي او که د چور او غلا لپار ناست دي، بیا د داسې مظلومې طبقې حق خوري چې جنګونو ځپلې له خپلو کورنو بې ځایه شوي او په دښتو او میرو کې د اوړي په سخته ګرمۍ او د ژمي په سخته یخنئ کې شپې ورځې سبا کوي؟؟؟ آیا څوک چې اسلامي وجدان خوپریږده چې انسانی وجدان او ضمیر هم ولري دومره ظلم به وکړي؟ دغه مشر وایی چې له اشرف غنی نه غواړو چې د دغو مهاجرینو په اړه کلک ګامونه پورته کړي. او د دغو مظلومو او مقهورو خلکو حقوقو د غلو او ډاکوانو له ستوني بیرته وباسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button