ایران: امریکا ته د سفر محدودیت ایران ته سپکاوی دی

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۱۰) صابر خپلواک

د امریکا ولسمشر څو ورځې وړاندې یو فرمان صادر کړ چې په  کې په مسلمانانو امریکا ته د تګ بندیز وو، د دې فرمان په مقابل کې دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزارت بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، امریکا ته د مسلمانانو د سفر لپاره د محدودیت په رامینځته کولو کې د دغه هېواد د حکومت فیصله به ، د امریکا د ولس د امنیت د ساتلو او دغه راز د ترهګرۍ سره د مقابلې له ادعا سره سره ، په تاریخ کې افراط پالو او د هغو ملاتړو ته د یوې ډالۍ په توګه ثبت شي .

ایران د دې فرمان په صادرولو ویلي، چې امریکا زموږ سره کینه لري، او همدا ددې ښکارندویي کوي چې امریکا ایران ته سپکاوی کوي او د هغوی اصلیت را ټیټوي.

د ایران د خارجه وزارت په دغې اعلامیه کې راغلي دي، د امریکایي حکومت فیصلې  د ایران  د ولس  په نښه کولو او د هغو د ښکاره سپکاوي په موخې سره د ایران  له ولس سره  د دوستۍ په باب  د امریکا د مخکینیو تکراري ادعاګانو پوچوالی یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړی دی او په ټوله نړۍ کې له ټولو ایرانیانو سره  د امریکا په حاکمیّت کې یو ډول د کینې اوکرکې  ښودنه کوي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button