له اوښکو سره خندا!

لیکوال : احمدجنید مبارز

 زه پوهېږم ته د تېلو يوه ډکه ډېوه يې، دباندي راووځه وځلېږه، هم ځان او هم نور مخلوق ته ګټه ورسوه، د خپل توان مطابق یو څه حتماً وکړه، ددوی خبري تاته هيڅ نقصان نسي رسولای تر څو چي ستا تېل خپله نه وي ختم سوي، حکماء وايي

(هيڅوک د چا څراغ نه سي خاموش کولای، بلکي د ډېوې دننه دتېلو کمبود، هغه د وژلو له ګواښ سره مخ کوي).

اې انسانه! ولي دي د مايوسۍ په دریاب کي ځان ته کور اباد کړۍ دي؟ هسي نه چي د دریاب بېخ ته ولاړ سې او هر څه دي له لاسه ووځي ، ته خبر نه يې چي د شپې وروسته ورځ راځي، تر لوږي وروسته فراخي او تر تندي وروسته سرابي شتون لري، تر بدخوابۍ وروسته خوب او تر ناروغۍ وروسته روغتیا راروانه وي .

ورک سوی کس اخیر خپل منزل پيدا کوي، مشقت پورته کوونکي ته اساني حاصليږي، د برايي شپې تيارې حتماً چاودي او رڼا ترې راوځي، لوی قران څومره ښه فرمايي:

فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ .

(المائده:۵۲)

ژباړه: نږدې ده چي الله تعالی به په بري سره راتله وکړي، یا یو حکم له جانبه خپله .

ګرانه دوسته! شپې ته زیرۍ ورکړه چي صبح صادق راروان دی، د غرونو سرونو ته رارسېدونکی او شېلو ته يې ځان رانږدې کړی دۍ، غمزده وګړو ته په تیزۍ سره د روښنايي د خپرېدو او د اسانۍ د راتګ زیرۍ ورکړه او عمل کولو ته يې تشويق کړه .

صحرا چي څومره اوږده وي او ختمېدل نه لري، په دې پوه سه چي تر شاه يې حتماً د شنو درختو او خوږو مېوو باغونه پراته دي، رسۍ چي څومره زیاته اوږديږي، همهاغه اندازه يې د پرېکېدو امکان زیاتيږي، نو ته هم مایوسه کېږه مه، اخیر به د تیارې رسۍ وشکيږي، له اوښکو سره خندا هم ملګرې وي، تر خوف او ويري وروسته د امن او سکون کور ودان وي، د صحرا پای ښار ته د داخيلېدو معنی لري .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button