له پاکستان سره په سوداګرۍ کې یو میلیارد ډالرګمښت راغلی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۰) عبدالهادي همت
د افغانستان اوپاکستان د سوداګرۍ د ګډي خوني چارواکي وايي په سوداګري کې کمښت راغلی دی
د راپورونوله مخې دغه کمښت په تورخم کې د پاکستان له خوا د محدودیتونو د وضع کولو او نورو ستونزو له امله رامنځ ته شوی دی.
د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستيال ضياء الحق سرحدي وايي، افغانستان اوس ډېره سوداګري د ايران د چابهار او بندرعباس بندرونو له لارې کوي، چې دغه کار هم د پاکستان پر صادراتو ناوړه اغېزکړی دی.
نوموړی زیاتوي، چې پخوا د دواړو هېوادونو تر منځ کلنۍ سوداګري دوه نيم ميليارده ډالره وه، خو اوس دا يو نيم ميليارد ډالرو ته را ټيټه شوې ده.
سرحدي ویلي که د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې همداسې ترينګلې پاتې شي؛ نو لرې نه ده چې د دې سوداګرۍ دا اندازه نوره هم کمه شي.



