د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګرۍ کې يو ميليارد ډالر کموالی راغلی

راپورتاژ: الماس خدرخېل

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکي وايي، چې په تېرو څو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سواګرۍ کې کموالی راغلی او له پاکستانه افغانستان ته د صادارتو کچه يو میلیارد ډالرو ته راټيټه شوې ده.

د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستيال ضياء الحق سرحدي رسنيو ته وويل، افغانستان اوس ډېره سوداګري د ايران د چابهار او عباس بندرونو له لارې کوي، چې دغه کار هم د پاکستان پر صادراتو ناوړه اغېزه کړې ده.

نوموړی زیاتوي، چې پخوا د دواړو هېوادونو تر منځ کلنۍ سوداګري دوه نيم ميليارده ډالره وه، خو اوس دا يو نيم ميليارده ډالرو ته را ټيټه شوې ده.

بل پلو د خيبر پښتونخوا د سوداګريز مرکز مشر بي بي سي ته په خپلو خبرو کې د دغه تجارت د کمېدو لامل د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي کړکېچ بولي.

حاجي محمد افضل زياتوي، چې د پاکستان او افغانستان حکومتونو ته په کار ده چې سياسي مسایل د سياست له لارې او اقتصادي مسایل د اقتصاد له لارې حل کړي.

د هغه په وينا،کوم هېوادونه چې په خپلو اړيکو کې سياست او کاروبار يوځای ساتي هلته ستونزې ولاړېږي.

هغه زياتوي په ۲۰۱۳ کې له پاکستانه افغانستان ته صادرات ۴٫۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلي وو.

نوموړی زياتوي، په ۲۰۱۴ د پاکستان لومړي وزير نواز شريف افغانستان ته سفر وکړ او له افغان مشرانو سره یې د دواړو هېوادونو تجارت ته د ودې ورکولو هوډ څرګند کړ.

د پاکستان د صادراتو ۵ میلیارده ډالرو ته د رسولو ژمنه شوې وه. لاملونه هر څه چې وو، خو اوس له پاکستانه افغانستان ته صادارات له يو میلیارد ډالر هم کم شوي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ خونې او سوداګرۍ وزارت هم ويلي و چې له پاکستان سره سوداګري ډېره کمه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي هم تائیدوي، چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د ترانیزیټي مالونو په وارداتو کې کموالی راغلی دی.

د چارواکو په وينا اوس افغان سوداګر اوړه او غنم له قزاقستان څخه او غوړي له ماليزيا څخه او همداراز د مخه افغانستان یوازې تیل د منځنۍ اسیا له هیوادونو څخه واردول خو اوس نور ترانزیټي مالونه هم د ازبکستان له لارې افغانستان را راوړل کیږي چې د ټولو وارداتو تر شلو فیصدو پورې جوړوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواري تائيدوي او وايي چې اوس افغان سوداګر د کراچۍ د بندر پرځای د ایران د عباس بندر او د ازبکستان له لارې افغانستان ته مالونه واردوي.

د يادونې ده، چې افغانستان او پاکستان په ۱۳۸۹ کال کې د افغانستان پاکستان ترانزیټ تړون “اپټا” لاسلیک کړ خو افغان حکومت وایي پاکستان د دغه تړون د عملي کولو په برخه کې خنډونه راولاړوي او ددغه تړون بشپړعملي کولو مخه یې نیولې ده.

د شنونکو په باور پکاره ده، چې د دواړو هېوادونو مشران له سوداګرو سره کېني او د تجارت په لار کې ټول خنډونه حل کړي او که ترمنځ يې اړيکې همداسې ترينګلې پاتې شي؛ نو لرې نه ده چې د دې سوداګرۍ دا حجم نور هم کم شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button