غور: د چارواکو له لوري ځنګلونه وهل کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۰) الماس خدرخیل

يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې د غور ولايت په شهرک ولسوالۍ کې د چارواکو او سيمه ييزو قومندانانو له لوري شنه “خام” ځنګلونه وهل کېږي.

د شهرک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د چارواکو له لوري په ناقانونه توګه ځنګلونه وهل کېږي او د قاچاق تر څنګ د سون توکو په څير هم ترې استفاده کوي.

د دغه ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي سميع الله وويل: (تر دې دمه مو هڅه کوله، چې په ناقانونه توګه د ځنګلونو وهل بند کړو خو اوس مو له توانه وتلې او د زورواکانو سره مو وس برابر نه دی).

څه موده مخکې راپورونه ورکول شول، چې د کنړ شنه ځنګلونه د دغه ولايت د استازو او چارواکو له لوري وهل کېږي او بيا په ناقانونه توګه پاکستان ته قاچاقي وړل کېږي.

تر دې مخکې د جنوب ختيځ ولايت خوست کې مدني فعالانو او يو شمير اوسېدونکو د خوست د ځنګلونو د وهلو په اړه ويلي و، چې دغلته په چټكۍ د ځنګلونو وهل دوام لري.

د کونړ د ځوانانو شورا يو تن غړي کابل ټکی کام ته وويل: (له تېرو نږدې دریو لسیزو راهيسې په کونړ کې د ځنګلونو مافیا کار کوي، دوی د ځنګلونو ونې په بې رحمه توګه د برېښنايي ارو په واسطه وهي، په دې دومره موده کې يو حکومت هم نه دی توانېدلی چې مخه يې ونيسي او په وينا يې يو خپله چارواکي د ځنګلونو په قاچاق او وهلو کې لاس لري.

هېڅوک حق نه لري، ځنګلونه ويجاړ، اره او يا په کرنيزو سيمو بدل کړي، خو د راپورونو له مخې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو كې د ځنګلونو وهل په شدت دوام لري او دغه چارې خلك او د ژوند چاپېريال متخصصين اندېښمن كړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button