ماليزيا: د بورنيو په ساحل کې بېړۍ ورکه شوې- ۳۱ کسان پکې سپاره و

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۰) الماس خدرخیل

د ماليزيا چارواکي وايي، چې يوه بيړۍ چې ۳۱ تنه سيلانيان پکې سواره و د دغه هېواد په بورنيو ساحل کې بې درکه شوې ده.

د چارواکو په وينا دغه بېړۍ د ماليزيا سباح ايالت مرکز کوتاکينابالو له ساحل نه روانه شوه او د لږې په مودې په تېرېدو ورسره ارتباط پرې شو.

د دغه هېواد د سمندري چارو مسؤلين وايي، چې په دغه بې درکه شوې بېړۍ کې ۲۸ تنه چينايي سيلانيان سپاره و، خو د چين د بهرنيو وزارت ويلي، چې په بيړۍ کې ۲۰ تنه چينايان سپاره و.

بې درکه شوې بېړۍ ۶۰ کیلومتره لېرې د پولاو مینګالوم ټاپو ته روانه وه چې ډېر سیلانیان ورځي.

د راپورونو له مخې تيز باد او څپو د بيړيو د ژغورنې عمليات ځنډولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button