ترجمانان هم امریکا ته نه پریښودل کیږي.

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۱۰) صابر خپلواک

نیویارک ټایمز خبر ورکړی چې نن امریکا ته تلوونکو کسانو کې هغه عرقیان نیول شوي ، چې لس کاله یې له امریکایانو سره په عراق کې دنده ترسره کړې وه.

پرون ټرمپ له زیاتو ملکونو د مسلمانانو او آن کافرانو په ورتګ بندیز لګولی دی، چې له دې منځه: عراق، سوریه، سومالیه، سوډان، لیبیا او نور هېوادونه دي.

د نیول شویو کسانو دوه وکیلانو د خپلو موکلینو خوشي کولو دعوه کړې، خو تمه نشته چې زر د دوی عرض واوریدل شي.

امریکایي چارواکي وایي، چې د ټرمپ نوي فرمان د حکومت ادارې له قانوني ستونزو سره مخ کړې دي.

ټرمپ ویلي، چې له دې وروسته به په ډېرو سختو شرایطو خپل هېودا ته مهاجرین مني، او اعلان یې کړی چې په ۲۰۱۷ کال کې به تنها ۵۰ زره مهاجرین ومني.

دا شمېره د اوباما له شمېر سره نیمایي ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button