غزل/ شرافت وياړ

شرافت وياړ

ستړی ستا د تور اوربل و سېوري ته دمه شمه

ستا د مخ ديدن پسې چې ځم، له کاره وزمه

تاو ستا له بڼو نظر مې زړه داسې راپرېباسي

ښکته چې له سترګو نه شي نم، له کاره وزمه

مخکې بهادر ومه له چا مې ترهه نه کېده

اوس چې توري زلفې تاووم،له کاره وزمه

ستا مخ ته کاته مې پر زړګي داسي اثر کوي

زېړ لمر چې اثر کړي پر شبنم،له کاره وزمه

نن يې ويل قصه څه ده؟ښکلا درنه الوت کړی

ما وې شرافت وياړه!منم،له کاره وزمه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button