الف ملي لوبډلې له زیمبابې دوهمه لوبه هم وګټله

(کابل ټکی کام۱۳۹۵سلواغه ۱۱) صابرخپلواک
د افغانستان اوزیمبابی تر منځ د پنځو غیر رسمي یوه ورځنیو سیالیو د لړۍ دوهمه لوبه هم د افغانستان په بریا پای ته ورسېده.
دغه لوبې کې افغانستان زیمبابې ته په ۵۵ منډو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د زیمبابې الف لوبډلې وگټله او د ډگر ساتنې پرېکړه يي وکړه.
د افغانستان لپاره شفیق الله شفق په ۵۳ توپونو د دوو شپږیزې په مرسته ۵۰ او عمران جنت په ۵۸ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۹ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.
د توپ اچونې په برخه کې افغان لوبغاړو پیاوړې لوبه پیل کړه او سیالې لوبډلې ته يي د ځان سمبالولو فرصت ورنکړ. الف ملي لوبډلې توپ اچونکو لومړیو څلورو اورونو کې درې وېکېټې واخیستې. پنځم اور کې لوبه د باران له امله وځنډېده.
له باران څخه وروسته زیمبابې الف لوبډلې ته په ۳۱ اورونو کې د ۱۸۲ منډو هدف وټاکل شو.
زیمبابې ۲۷.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۲۶ منډې جوړې کړې.



