صدیق صدیقي: د دوستم د محافظینو نیول زموږکارنه دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۱) عبدالهادي همت

له هغه وروسته چې د ولسي جرګې استازو اونورو لوړرتبه چارواکود احمد ایشچي په قضیه کې د دوستم په ضد څرګندوني وکړې، او داقضیه يې د افغانانولپاره یوه بدنامونکې قضیه وبلله له عدلي اوقضايې ارګانونو يې د دې قضیې د پلټونوغوښتنه وکړه.

احمدایشچي هم په وار وار له قضایې ارګانو وغوښتل چې د ده قضیه ورته حل وفصل کړي.

لوی څارنوالۍ د دوستم د نهوساتونکو د نیولو امروکړ او کورنیو چاروزارت ته يي سپارښتنه وکړه چې د احمد ایشچي په قضیه کې ښکیل د دوستم نهه ساتونکي دی ونیسي

د لوی څارنوالي له سپارښتني وروسته جمهور رئیس اشرف غني هم کورنیو چارو وزارت ته امروکړ چې د دوستم نهه ساتونکي دي ونیسي

نن دکورنیوچارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنیوته وویل چې د دوستم د ساتونکو نیول په کورنیو چارو وزارت پوري اړه نلري د هغوی نیول زموږ کارنه دی.

لوی څارنوالۍ د دوستم د نهوساتونکود نیولو امرد کورنیو چارووزارت پرځای باید د رجال برجسته قطعې ته کړی وای ترڅوهغوی د دوستم ساتونکي ونیسي اولوی څارنوالۍ ته یې وسپاري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button