فراه: بالابلوک کې امنيتي ځواکونو ۶ پوستې تخلیه کړې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۱) الماس خدرخیل

د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو شپږو پوستې تخلیه کړې او خپلې امنیتي پوستې يې طالبانو ته پرېيښې دي.

دغه امنیتي پوستې چې د يادې ولسوالۍ اړوند د ګرانې او ګنج اباد په سيمه کې پرتې وې، تېره شپه يې ځواکونه په تېښته بريالي شوي دي.

د فراه امنیتي مسوولینو تر اوسه د تښتېدليو امنیتي ځواکونو په اړه څه نه دي ويلي، خو وسلوالو طالبانو يې پخلی کړی دی.

طالبانو ويلي، چې دې پوستو کې مېشت امنیتي ځواکونه د دوی د پرلپسې بريدونو له امله تېښتې ته اړ شول.

طالبانو رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د حضرت اکا سرای او ګل احمد سرای دواړو سيمو څخه د امنيتي ځواکونو په تښتېدلو سره زياته سيمه د طالبانو په واک کې شوه.

اوس مهال په ياده ولسوالۍ کې يواځې د فراه او بالابلوک سړک په سيمه کې څو ځايه دولتي سرتيري وجود لري نوره ټوله سيمه د طالبانو تر ولکې لاندې راغله.

طالبانو دوه ورځې مخکې وويل چې د يادې ولسوالۍ په ګنج اباد سيمه کې يې د امنيتي ځواکونو يوه پوسته ونيوله او پکې يې تر شلو پورې سرتيرو ته مرګ ژوبله واړوله.

تر دې دمه د يادو سرتيرو د وژلو په اړه دولت رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو د دغه ولايت د ولايتي شورا ځینو غړو تائيد کړه، چې په ياده سيمه کې طالبانو پوسته نيولې او يوولس تنه سرتيري يې وژلي دي.

د شنونکو په باور د لوړو پوځي مقاماتو نه پاملرنه او د امنیتي ځواکونو خپل منځي بې باوري هغه څه دي چې دوی يې د طالبانو پر وړاندې مات کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button