د سوريې ولسمشر بشارالاسد د کوما په حالت کې دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۱) الماس خدرخیل

تازه ورکړل شوي راپورونه وايي، چې د سوريې ولسمشر بشارالاسد سخت ناروغه دی.

د ټي آرټي خبري ادارې د الجزيرې د يوه خبريال فيصل القاسم له خولې ليکلي چې بشارالاسد سخت ناروغه دی او ممکن د کوما په حالت کې پروت وي.

له دې مخکې د لبنان المستقل ورځپاڼې  د اسد رژیم ته د نږدې سرچینو له قوله په خپور کړي خبر کې  د نوموړي د دماغي ناروغۍ له امله  د بستر کیدو ادعا کړې وه.

بل پلو د سعودي عربستان د شرق الاوسط مشهورې ورځپانې هم د اسد د سختې ناروغۍ په اړه خبر ورکړی دی.

د الجزیزه تلويزيون خبریال  فیصل القاسم د اسد د ناروغه کېدو په اړه په خپله ټويټر پاڼه ليکي” داسې معلومات مو ترلاسه کړي دي چې  بشار اسد ډیر سخت ناروغه  دی او کیدای شي چې په کوما کې وي، اسد په روغتون کې بستر دی“.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button