له شل سلنې کم خلک په ټولنيزو رسنيو کې رښتيا وايي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۱) الماس خدرخیل

په برتانيه کې يوې څېړنې ښودلې چې پر ټولنيزو رسنيو لکه فيسبوک، ټويټر او ټلګرام باندې ډېر کم خلک رښتيا وايي.

دغه څېړنه چې د يوې برتانوۍ ادارې کسټرډ له لوري ترسره شوې ده په کې ویل شوي، چې يواځې اتلس سلنه خلک د خپل ځان په اړه پر ټولنيزو رسنيو کې رښتيا وایي او پاتې نور داسې ليکل کوي، چې ځانونه دوستانو او خپلوانو ته دلچسپه او زړه راښکونکي ور وپيژني.

يادې ادارې دغه څېړنه په برتانيه کې په هغو ۲ زره کسانو ترسره کړې چې په ټولنيزو ویب پاڼو کې اکاونټونه لري.

د دوی د څېړنې له مخې سړي د ښځو په پرتله په خپله پاڼه ډير درواغ ليکي.

سروې کې برخه اخیستونکو ۴۳ سلنه خلکو منلې چې په ټولنیزو وېب سایټونو کې دوی د خپل شخصي ژوند په اړه هغه څه نه دي لیکلي چې حقیقت ولري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button