عراق او ايران خپلو هېوادونو ته د امريکايي اتباع په ورتګ بنديز لګولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۱) الماس خدرخیل

وروسته له هغې چې امريکا اعلان وکړ، چې د اوو اسلامي هېوادونو وګړي به دغه هېواد ته نه ورځي ایران او عراق هم په امريکايي اتباعو د دوی هېواد ته په ورتګ بنديز ولګولو.

راپورونه وايي، چې د عراق حکومت د امریکا د ولسمشر د پریکړې په غبرګون کې هیواد ته د امریکايي وګړو .ورننوتل منع کړي دي.

دغه اووه هېوادونه د ايران او عراق په ګډون ليبيا، سوماليا، سوريه، سوډان او يمن دي، چې په وګړو يې امريکا ته په ورتګ بنديز لګول شوی دی.

د عراق  حکومت  د ۲۰۱۷ کال د اولې مياشتې د ۲۷ نیټې څخه  د ۹۰ ورځو لپاره هیواد ته د امریکايي وګړو په ورتللو بندیز لګولی او ويلي يې دي چې د دوی وګړو ته امريکا ته د ۹۰ ورځو لپاره د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي دوی به هم ورسره ورته چلند وکړي او امريکايانو ته به د ۹۰ ورځو لپاره عراق ته د ننوتلو اجازه ورنکړي.

په ورته وخت کې په عراق کې له داعش ډلې سره جنګېدونکې شيعه مليشو چارواکو له حکومته غوښتي چې امريکايي پوځيان دې هم له هېواده وباسي.

د دغه هېواد چارواکي وايي، کله چې زمونږ د هېواد په وګړو امريکا بنديزونه لرې کړل، مونږ به هم دغه بنديزونه لرې کړو.

بايد وويل شي، چې له دې وړاندې ايراني چارواکو هم اعلان کړه، چې ايران ته به د امريکايي وګړو په ورتګ بنديز ولګوي.

تېره ورځ د نيويارک ټايمز ميدان کې زرګونه لاريونکونکو او د امريکا د ۱۶ ايالتونو څارنوالانو د  ټرمپ پر دغه امر نیوکې وکړې او غندنه يې وکړه.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل هغه اجرائيوي فرمان دفاع وکړه چې له مخې يې په لنډمهالې توګه امريکا ته د اوو هېوادونو د کډوالو د تګ مخه نيول کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button