سنګين جګړه: طالبانو ۲۵ پوستې او ۵ نظامي مرکزونه نيولي- سلو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۱) الماس خدرخیل
د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې نن سهار مهال ۸ بجې د يادې ولسوالۍ پر دفاعي پوستو او ودانۍ د طالبانو له لوري د سپکو او درنو وسلو بريدونه پیل شول.
په همدې تړاو د وسلوالو طالبانو وياند قاري یوسف احمدي کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې لومړی د يو تن سرتيري بريدکونکي (ملا عبدالقدوس مقدس) له لوري په سيمه کې پرتې د ملي اردو په قرارګاه سرتیری برید ترسره کړی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بريد پسې متصل د دوی د پلويانو له لوري د ګازو د سيمې قرارګاه، د حاجي لعل جان د سيمې قرارګاه، د موټرسايکلانو د مارکيټ قرارګاه او د سره تعمير پر قرارګاه يې په يووخت چاودنې ترسره کړې او د يادو مرکزونو ټولې ودانۍ يې ونړلې.
يوسف احمدي زياتوي چې جګړه اوس د ولسوالۍ پر ودانۍ او د پي آرټي پر کز روانه ده.
خبرپاڼه کاږي، چې تر دا مهاله وسلوالو طالبان شل وړې پوستې او ۵ لوی مرکزونه له افغان سرتيرو نيولي دي او په وينا يې چې په ياده جګړه کې يې شاوخوا سلو تنو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی وسلې يې (غنيمت) کړي دي.
تر دې مهاله سيمه ييزو چارواکو د خپلو سرتيرو د مرګ ژوبلې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
خو څو ساعته مخکې په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل چې په جګړه کې افغان سرتيرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.



