م م امنيت شورا د ایران د بالسټيک توغنديو په اړه بيړنۍ ناسته وربللې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۳) الماس خدرخیل
تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې تائید کړه، چې ایران د یکشنبې په ورځ د بالسټیک مزائیلو ازموینه کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر پرېکړهلیک څرګند تېری دی.
په همدې تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ايران د بالسټيک توغنديو د ازموينې په اړه بيړنۍ ناسته وربللې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر د دوشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر ټرمپ اداره د دې ازموینې په اړه معلومات لري او د څرنګوالي په اړهیې څېړنه کوي.
په امنيت شورا کې د امريکا استازي وايي، چې ایران د جنورۍ په ۲۹ د منځني واټن بالسټيک توغندي ازموينه کړې، نو ځکه د امريکا متحده ايالتونو د امنيت شورا د بيړنۍ ناستې غوښتنه وکړه.
د امریکا د [فاکس نیوز] ټلوېزیون د راپور پر بنسټ، ایران د منځني واټن ویشتونکی مزائیل ازمویلی چې لږ تر لږه ۹۵۰ کېلو متره واټنیې وهلی او چاودېدلی دی.دا ازموینه د تهران ختیځ لوري ته شوې ده.
د امريکا د سنا د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر باب کراکر ويلي، چې نور به ایران ته اجازه ورنکړل شي چې د بالسټيک توغنديو ازموينه وکړي.
په ورته وخت کې اسرائیل هم له امنیت شورا غوښتي دي چې ایران د بالسټیک توغندیو د ازموینې لپاره مجازات کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیک له ایران سره د نړیوالو تر اټمي موافقې وروسته صادر شو چې د اتو کلونو لپارهيې پر ایران د بالسټیک مزائیلو د ازموینې بندیز لګولی دی.
ایران لا تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.


